د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

اوسلو ته طالب پلاوی لاړ؛ طالبان: بېلابېلو لوریو سره پر ځینو موضوعاتو غږیږو


اوسلو ته تلونکی طالب پلاوی
اوسلو ته تلونکی طالب پلاوی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی نن شنبه (د سلواغې ۲مه) مازدیګر مهال ناروې ته ولاړ.

دا پلاوی په اوسلو کې جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، حکومتي پلاوی به د ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو او افغانانو سره په بشري مرستو، اقتصادي، سیاسي او ښوونیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، پلاوی به امریکايي او اروپايي چارواکو سره د دوی پر حکومت د لګولو شوېو بندیزونو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو او تر خوا یې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

کریمي زیاته کړه: "د اسلامي امارت پلاوی به له امریکايي پلاوي سره په بېلابېلو موضوعاتو له دې ډلې د تورو لیسټونو په ختمولو، د افغانانو په هغو پیسو چې په امریکايي او بهرنیو بانکونو کې کنګل شوي او امریکا سره د ډیپلوماټیکو په اړه غونډې او خبرې وکړي. د اروپايي ټولنو استازو سره به هم په مختلفو مسایلو، لکه پانګه‌ونې او هلته د تللیو افغانانو په ستونزو او د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړي. "

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي
د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي

د راپورونو پر بنسټ، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو مسایلو په اړه د خبرو لپاره، د طالبانو د حکومت په ګډون، د امریکا، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو ډپلوماټانو او یو شمېر افغان خبریالان، مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې ور بللي دي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند انعام‌الله سمنګانی وايي، د دوی پلاوی به امریکايي او اروپايي چارواکو سره د دوی پرحکومت د لګولو شوېو بندیزونو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو او ترخوا یې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

په ناروې کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې اصلي هدف په دې هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان ښځو د ازادیو او حقونو خوندیتوب دی.

دا غونډه سبا جوړېږي او تمه ده چې دوه ورځې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې له افغانستانه هم ځینې سیاسیون او د ښځو د حقونو فعالانې ګډون کوي.

له افغانستانه په دې غونډه کې دوو ګډون کوونکو ښځینه فعالانو ازادي راډیو ته د خپل نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط وویل، دوی به هلته د افغان ښځو د اساسي حقونو د خوندیتوب غږ پورته کړي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند انعام‌الله سمنګانی
د طالبانو د حکومت یو ویاند انعام‌الله سمنګانی

د دوی په خبره، افغان ښځې اوس‌مهال له خپلو اصلي حقونو بې‌برخي شوي او دوی به له طالبانو او نړیوالې ټولنې وغواړي چې دا ستونزه نوره پای ته ورسوي.

خو د اتحاد او همبستګۍ په نوم د افغانستان نجونو او ښځو ګروپ چې دې وروستیو کې یې په کابل کې د ښځو د حقونو د خوندیتو په تړاو لاریونونه او اعتراضیه هم کړي، یوه غړې زهرا محمدي ازادي راډیو ته وویل، هغه ښځې چې د ناروې په غونډه کې ګډون کوي، د دوی استازولي نه ‌شي کولی.

نوموړې وايي: "لطفا نړۍ ته زموږ غږ ورسوئ چې باید د معترضینو له هر ګروپ یوه استازې تللې وای. دا ښځې زموږ استازولي نه‌شي کولی. "

دا واک ته له رسېدو وروسته، لومړی ځل دی چې طالب چارواکي له افغان مېرمنو، مدني فعالانو، خبریالانو او تر خوا یې بهرنیو لوړو پوړو ډپلوماټانو سره پر یوه مېز یوځای کېني او څو اړخیزه غونډه کوي.

خو ناروې وايي، دا غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې هدف یې د افغانستان د خلکو ملاتړ دی چې د زیاتو مرستو وړ دي.

هاخوا یو شمېر شنونکي وايي، په اوسلو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډه د طالبانو لپاره یو فرصت دی چې نړۍ سره په خپلو شویو ژمنو ودرېږي.

د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد ازادي راډیو ته وویل: "دوی باید د دې غونډو له لارې نړۍ ته ډاډ ورکړي چې د هغوی مشروع ګټې په افغانستان کې خوندي دي او دوی هغه ژمنې چې له واکمنۍ وړاندې یې کړي، بیا تکرار کړي او د هغې د عملي کېدو لپاره میدان ته ولاړ شي."

د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد
د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد

د طالبانو حکومت له دې امله تر سختو نیوکو لاندې دی چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته یې پام نه دی کړی.

پر دوی دا نیوکه کېږي، نه یوازې دا چې د حکومت په لوړو چوکیو کې یې ښځې نه دي ګمارلي، بلکې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار یې هم محدودیت وضع کړی دی.

خو د طالبانو حکومت دې نیوکو ته په ځواب کې وايي، د نجونو او ښځو له کار او زده‌کړو سره مخالفت نه لري او پر یوې داسې طرحې کار کوي چې د دې ستونزو حل په کې نغښتی دی.

XS
SM
MD
LG