د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

توماس وېسټ د ناروې له لوري د طالبانو او مدني فعالانو د وربللو هرکلی کوي


ناروې ته د طالبانو تللی پلاوی
ناروې ته د طالبانو تللی پلاوی

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي د ناروې له دې اقدامه هرکلی کوي چې افغان مدني فعالان او طالبان یې د ډيالوګ لپاره وربللي دي.

وېسټ زیاته کړې چې د مدني ټولنو مشران د سوکاله او اباده ټولنو او اقتصادونو د ملا تېر جوړوي.

توماس وېسټ او همکاران یې له هغې ډلې د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د امریکا د خزانې وزارت او د مرستو پراختیايي ادارې یو اس اېډ چارواکي د ناروې پلازمېنې اوسلو ته تللي چېرته چې د طالبانو یو پنځلس کسیزه پلاوی هم د خبرو لپاره ورغوښتل شوی.

ویسټ وایي د مدني ټولنو مشران د سوکاله او اباده ټولنو او اقتصادونو د ملا تېر جوړوي.
ویسټ وایي د مدني ټولنو مشران د سوکاله او اباده ټولنو او اقتصادونو د ملا تېر جوړوي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په خپلو بیګنیو ټوېټونو کې زیاته کړې:"دې ته په کتو چې موږ له متحدینو، همکارانو او خیریه بنسټونو سره په ګډه بشري ناورین ته د رسېدګي په لټه کې یو له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د یوه با ثباته، حقونو ته د احترام لرونکي او ټولشموله افغانستان په اړه د پرانیستو سترګو ډیپلوماسي ته دوام ورکوو."

د امریکا سربېره ځیني اروپايي ډیپلوماټان او خاص استازي هم د اوسلو په کوربه توب دې ناستې ته ورغلي څو له طالبانو سره خبرې وکړي.

د طالبانو ویاندویانو ویلي چې ناروې ته د دوی ورغلی پلاوی به له امریکايي او اروپايي استازو سره د دوی پر حکومت د لګولو شویو بندیزونو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو، له افغانستان سره د بشري مرستو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو پلاوی د جنورۍ تر پنځه ویشتمې خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.

د پلان سره سم طالبانو لومړۍ ورځ له ځینو بهرمېشتو افغانانو او فعالانو سره د اوسلو په سوریا موریا هوټل کې لیدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یکشنبې د ناستې په اړه وویل:" دا ناسته چې د افغانانو تر منځ مشورتي ناسته او د نظر تبادله وه په کې د هېواد په روانو حالاتو باندې بحث او خبرې وشوې. اقتصادي وضعیت، سیاسي وضعیت او نور اړخونه وسنجول شول او همداراز د مشورو په دوام تاکید وشو. خوشبختانه چې ټولو افغانانو د هېواد له اوسني وضعیته حمایت کاوه. د حکومت حمایت یې کاوه. له راغلې سولې او د جنګ د خاتمې په اړه خپل ملاتړ په ډاګه کړ. حکومت هم ژمنه وکړه چې د افغانانو نظریاتو ته به د قدر په سترګه ګوري او د دوی مشورې ورسره لا هم لازمې دي."

د اوسلو ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان په حالاتو خبرې شوې
د اوسلو ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان په حالاتو خبرې شوې

مجاهد په خپل ټوېټر د یکشنبې ورځې د ناستې جزئیات د ګډې اعلامیې په توګه هم خپاره کړي.

د اوسلو په کوربه توب دې ناستې په اړه ګڼ غبرګونونه هم راغلي.

د بشري حقونو یوه فعاله او د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي او اروپايي ډیپلوماټان دې د بشري حقونو او ښځو په تړاو له طالبانو نه په اوسلو کې لیکلې ژمنې واخلي.

اغلې حمیدي وایي:" اوسلو له ناستې زما غوښتنه دا ده چې لومړی باید دا شرطونه کېږدي چې د ښځو د سیاسي مشارکت، په افغانستان کې دننه د سیسټم د ټولشموله والي، د نجونو د متوسطه ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو باید له دې ناستې وروسته مطلوب نتایج ترلاسه شي. طالبان باید کتبي ژمنې ورکړي او امضا ولګوي چې دوی د ښځو او بشري حقونو مسایلو ته د درناوی کوي."

په ناروې کې هم ځینو افغانانو او فعالانو د اوسلو په کوربه توب د دې ناستې پر ضد اعتراضونه کړي.

د ناروې ځیني سیاستوال هم دې ناستې ته هیله من نه دي.

له هغې ډلې د ناروې یوې معتبره ورځپاڼې وې ګې VG / وېردېن ګانګس د ناروې د ښي اړخي اف ار پي ګوند مشرې سیلوي لیستاو په حواله لیکلي چې د نارویژي مالیه ورکوونکو له پيسو د طالبانو د پلاوي وربلل ښکاروي چې حکومت څنګه د مالیه ورکوونکو پيسې د دې په خبره بې معنی مصرفوي.

وې ګې ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو د پلاوي د سفر ټول لګښت شااوخوا ۷ ملیونه سویډني کرونه شوي چې اوه لکه او نوي زره امریکایي/ډالره کېږي.

د ناروې د ښي اړخي ګوند مشرې سیلوي لیستاو له طالبانو د ښځو او بشري حقونو د درناوي تمه بې ځایه بللې او زیاته کړې یې ده چې اوسلو ته د طالبانو په پنځلس کسیزه نارینه پلاوي کې د یوې ښځې نشتوالی په خپله هر څه واضح کوي.

اخوا د اوسلو د ناستې کوربه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا درې ورځنۍ غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې اساسي هدف یې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې د راپورته شویو ستونزو لپاره د حل‌ لارې پیدا کول دي.

یو شمېر عام افغانان هم چې له سختو اقتصادي ستونزو او ناورینو کړېږي وایي له هرې ممکنې لارې چې د وضعیت د ښه والي لپاره کار اخیستل کېږي دوی هرکلی کوي.

مجاهد په خپل ټوېټر د یکشنبې ورځې د ناستې جزئیات د ګډې اعلامیې په توګه هم خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG