د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

په ناروې کې نن د طالبانو د حکومتي پلاوي او لوېدیځو ډیپلوماټانو ترمنځ خبرې کېږي


طالب پلاوی
طالب پلاوی

په اوسلو کې د طالبانو د حکومت، افغانانو او لوېدیځو ډیپلوماټانو ترمنځ د خبرو دویمه ورځ ده.

پرون د طالبانو ۱۵ کسیز پلاوي له ځینو افغانانو سره، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.

له دې خبرو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري د ناروې غونډه په افغانستان کې د بشر‎ي حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو د حقونو په اړه د خبرو لپاره یو ښه فرصت وباله.

اغلې امیري په خپله ټویټرپاڼه په افغانستان کې دننه د دې ډول غونډو د دوام غوښتنه کړې.

د فرانسې خبرې اژانس په حواله، دا خبرې د بندو دروازو تر شاه وشوې، خو منځ‌پانګه او په کې د شویو بحثونو پایله یې رسنیزه شوه.

د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی
د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی

د اوسلو د ۳ ورځنۍ غونډې یوه مهمه برخه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه بحثونو ته ځانګړې شوې چې نن او سبا پرې طالب پلاوی له لوېدیځو ډیپلوماټانو سره خبرې کوي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، دې غونډه کې د ګډون لپاره د جرمني، فرانسې، بریټانیا، امریکا او ځینو نورو هېوادونو لوړ پوړي ډیپلوماټان هم اوسلو ته رسېدلي دي.

دوی به له طالب پلاوي سره نن او سبا خبرې او بحثونه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، له لوېدیځو ډیپلوماټانو سره په خبرو کې د دوی د بحثونو اجنډا او لومړیتوب معلوم دی.

کریمي وایي:" له امریکايي پلاوي سره د اسلامي امارت د پلاوي لومړیتوب به د افغانانو د کنګل شویو پیسو بېرته خلاصول، د تور لیسټونو حذفول او د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا به د اجنډا اساسي ټکي وي. "

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

خو د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له ټویټونو ښکاري چې د دواړو خواوو لومړیتوبونه یو ډول نه دي.

ښاغلي وېسټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی له خپلو متحدینو، همکارانو او خیریه بنسټونو سره په ګډه بشري ناورین ته د رسېدنې په لټه کې دي او طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د یوه با ثباته، حقونو ته د احترام لرونکي او ټول‌ شموله افغانستان په اړه روښانه ډیپلوماسۍ ته دوام ورکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې طالبان به په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدلو ته، غاړه کېږدي؟

شنونکی سمیع یوسفزی وايي، طالبان د خپلې پالېسۍ او له دې وېرې چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې او وضع شوي شرایط به لا اوږده شي، دا غوښتنې نه مني.

سمیع یوسفزی
سمیع یوسفزی

یوسفزی وایي:" دا په دې معنی ده چې طالبان د مذاکراتو دروازې خلاصې ساتي، خو قطعاً په دې معنی نه ده چې طالبان دې هغه څه ومني چې امریکایان یا یې هم ځینې پخواني چارواکي په ذهن کې لري چې دوی به بیا هېواد ته راستانه شي او لکه د ښاغلي کرزي او ښاغلي غني د حکومتونو په څېر به دوی ته امتیازات او مکافات ورکړل شي. زه فکر نه کوم چې طالبان داسې څه ذهن کې ولري او یا هم ورته چمتو وي. "

په ناروي کې په افغانستان کې د سیاسي رغښت او د ستونزو د حل په اړه خبرې داسې مهال پیلېږي چې طالبانو له مخکېني جمهوري نظام سره هم یو جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره اوږده مذاکرات وکړل، خو پایله یې ور نه کړه او بالاخره له نظامي لارې واک ته ورسېدل.

یو اند دا هم دی چې لوېدیځي نړۍ پر طالبانو خپل اغیز له لاسه ورکړی او د جمهوریت له سقوط وروسته، د سمسمکي لپاره هغه ډول خبرې چې دوی یې غواړي، پایله نه‌لري.

XS
SM
MD
LG