د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

سرچېنې: طالبانو د 'افغانستان د خودجوشه مبارزه ښځو' د حرکت ۵ غړي نیولي دي


آرشیف- وسله وال طالبان
آرشیف- وسله وال طالبان

یو شمېر سرچینو او د ښځو چارو فعالانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د شنبې ورځې(د سلواغې ۲۳مه) ناوخته پنځه معترضې ښځې، مدینه دروازي، نایره کوهستاني، مرجان امیري، عاطفه حسیني او معصومه چې د افغانستان د خودجوشه مبارزه ښځو د حرکت غړې دي او له څه مودې راهیسې د امنیتي ستونزو له کبله په امن کور کې ساتل کېدې، د طالبانو له خوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.

د دې حرکت غړې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "مدینه دروازي او ماشومان یې، نایره کوهستان او دا نور په یوه داسې ځای کې وو لکه امن کور؛ طالبانو پر هغه ځای برید وکړ او هغه ښځې چې خپلو ماشومانو سره هلته ساتل کېدې له ځانه سره بیولي."

په ورته وخت کې، د ښځو د سیاسي مشارکت د شبکې یوه غړې چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دغه ښځې د خپلو کورنیو له یو شمېر غړو سره نیول شوي او ټول نېږدې ۴۰ کسان دي.

آرشیف- په کابل کې ځینې معترضې مېرمنې
آرشیف- په کابل کې ځینې معترضې مېرمنې

نوموړې وايي: "یوه ورځ مخکې هغه ځای چې ښځې په کې ساتل کېدې، محاصره شوی و؛ پرون ېې هغه ښځې سره له کورنیو چې ټول نېږدې ۴۰ کسان چې په کې ښځینه معترضې ښځې هم وې، له ځان سره بیولي، معترضې ښځې مدینه دروازي، نایره کوهستاني، مرجان امیري، عاطفه حسیني او معصومه وې، له بده مرغه اوس ټولې د طالبانو په بند کې دي."

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال، بلال کریمي په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په دې تړاو کوم راپور دوی ته نه دی رسیدلی.

خو یو شمېر معترضو ښځو د طالبانو حکومت د دې خبرې په غبرګون کې وویل، طالبانو د څلورو نورو معترضو ښځو د نیونې موضوع هم رد کړې وه، خو یو شمېر یې بیا د طالبانو د حکومت له خوا خوشې شوي دي.

کابل کې یوه معترضې ښځې فوزیې وحدت ازادي راډیو ته وویل:"طبعاً طالبان هېڅکله دغه موضوع نه تاییدوي، تاسو ولیدل چې معترضې ښځې چې د طالبانو په بند کې وې، خو طالبانو تر پرونه دغه موضوع رد کړه، ان د اوسلو په ناسته کې یې رد کړه او ويې ویل، دغه موضوع به تعقیبوي، خو دغه نجونې د طالبانو له بنده خوشې شوې."

کابل کې یوه معترضه ښځه فوزیه وحدت
کابل کې یوه معترضه ښځه فوزیه وحدت

طالبانو په وار-وار، د څلورو معترضو ښځو د نیولو موضوع رد کړې وه، خو یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه چې معترضه ښځه پروانه ابراهیم خېل چې د طالبانو له خوا نیول شوې وه، د جمعه په ورځ خوشې شوې ده.

خو یو شمېر نورو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، مرسل عیار، تمنا زریاب پریاني او درې خویندې یې او زهرا محمدي تراوسه د طالبانو په بند کې دي.

تازه افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي: "افغان ښځې د خپلو حقونو او یو شمېر باور نه کوونکو خنډونو پر وړاندې د اوږدې مبارزې او عدالت غوښتنې مخینه لري."

دغه بڼسټ لیکلي، د افغان ښځو له حقونو دفاع او ساتنه یواځې د هغوی نه بلکې د ټولې نړۍ مسولیت دی.

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې وایي، طالبان باید د ښځو د ربړونې او بندي کولو پرځای د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د ښځو چارو فعالې پاکیزې ارزو ازادي راډیو ته وویل: "افغانې ښځې په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې د تاوتریخوالي قربانیانې وې، طالبان باید د دوی د ربړونې پرځای دوی ته درناوی وکړي، دوی ته غوږ شي او حق غوښتنې ته یې زمینه برابره کړي."

د معترضو ښځو د نیونې ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې ویلي، د یو شمېر معترضو ښځو د خوشې کېدو له راپورونو هرکلی کوي او د افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې هڅو ته ژمن دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG