د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

په ننګرهار کې د طالبانو صحرايي محکمې غبرګونونه پارولي


د بشر حقونو څار بنسټ
د بشر حقونو څار بنسټ

د بشري حقونو د څار سازمان په ننګرهار کې د طالبانو له خوا د درېیو کسانو د درې وهلو په پېښه خواشیني وښوده.

د بشري حقونو د څار سازمان اندېښمن دی، چې د طالبانو صحرايي محکمې لا هم روانې دي او افغانانو ته خپلسرې سزاوې ورکول کېږي.

دا وروسته له هغه چې یکشنبې په ننګرهار کې دری کسان د نامشروع اړیکو په تور په درو ووهل شول.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څانګې څېړونکې فرشته عباسي دوشنبه ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "کومه پېښه چې په ننګرهار کې شوې د افغانستان په ولایتونو کې د طالبانو د ځواکونو د غیر قانوني نیونو یو مورد دی. په داسې پېښو کې مجموعي اندېښنه دا ده چې تورن کسان او وروسته چې په سزا محکومېږي هېڅ قانوني پروسیجر نه طی کوي. د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنه دا ده چې نه یواځې دا پېښې او چلندونه د بشري حقونو ستر نقض حسابېږي بلکې نورو بشري سرغړونو ته لار هواروي او د دې لامل کېږي چې د طالبانو ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له ځوابګويي پرته په خپل سر مجازات کړي."

فرشته عباسي
فرشته عباسي

فرشته عباسي د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده د تېرې اوونۍ فرمان ته هم اشاره وکړه، چې د بشر په لاس د جوړو شویو قوانینو د نه پلي کېدو امر یې کړی او ویلي دي چې باید ټولې پرېکړې د شریعت په چوکاټ کې وشي.

په ننګرهار کې د طالبانو د ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاري محکمې یکشنبه دوه سړي او یوه ښځه د اعلامیې په اساس له محرم پرته په یوه کور کې اوسېدل له څېړنې، اعتراف او قناعت وروسته د زنا په جرم په عام محضر کې هر یو ۳۹-۳۹ دورې ووهل.

د طالبانو ښاري محکمې هم په خپله اعلامیه کې دا یادونه کړې، چې تورنو کسانو لومړی له خپل عمله انکار کاوه خو وروسته یې اعتراف وکړ.

لا روښانه نه ده، چې تورنو کسانو تر کومو شرایطو لاندې اعتراف کړی.

خو مخکې د طالبانو له خوا په زور د اعتراف د اخیستلو ګڼې پېښې راپور شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG