د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: طالبانو پر بشري حقونو شدید محدودیتونه لګولي


ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي وسله‌والو طالبانو د اصلاحاتو له ادعاوو سره سره تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر بشري حقونو شدید محدودیتونه لګولي دي.

دغه سازمان دا خبره د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د جون ۳۰» په خپل یوه راپور کې کړې ده.

ولسي خلکو ویلي دوی دا توان نه‌لري چې د طالبانو پر اقداماتو، د ښځو او نجونو له حقونو پر سرغړونو دغه‌راز د بیان او رسنیو پر ازادیو د دوی پر لګول شوي محدودیت انتقاد یا یې په اړه پوښتنه مطرح کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په دغه راپور کې چې په ۶۹ مخونو کې د سې شنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو له‌خوا له بشري حقونو سرغړونې دا معنی لري، د امریکا متحد ایالات او نور هېوادونه چې د سولې پروسې ملاتړ کوي، باید دا یقیني کړي چې هر ډول یوه موافقه باید د بشري حقونو قوي تعهدات او د عملي کمولو مېکانیزمونه ولري.

د دغه راپور نوم دی «ته د شکایت حق نه‌لرې: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پوهنه، ټولنیز محدودیتونه او عدالت.»

راپور د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالیو کې د خلکو پر ورځني ژوند، د طالبانو له‌خوا پر پوهنه، معلوماتو او رسنیو ته پر لاسرسي او پر ګرځېدو راګرځېدو پر لګول شویو محدودیتونو تمرکز کوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له بشري حقونو د دوی پراخو سرغړونو په راتلونکي کې د سولې په هر ډول موافقه کې بشري حقونو ته د دوی د تعهد په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن ویلي: "طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بېرته خپل ځیني سخت قیودات لګولي دي، دا لا هم عادي خلکو ته ګران او خطرناک کار دی چې د طالبانو مشرانو ته د خپل اعتراض غږ ورسوي."

مېرمن ګاسمن ویلي: "داسې ښکاري چې طالبان په پام کې لري د وېرې په خپرولو سره واکمني وکړي، بې له دې چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ولسونو ته په حساب ورکولو کې ځانونه مسؤل وګڼي."

پاترېشیا ګاسمن
پاترېشیا ګاسمن

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دغه راپور د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د ۱۳۸ مرکو پر اساس چې ۱۲۰ یې مستقیماً له اشخاصو سره شوي، ترتیب شوی دی.

دغه مرکې په هلمند، کندز او میدان وردګ کې د طالبانو له چارواکو، قوماندانانو، جګړه‌مارانو، دغه‌راز ښوونکو، ډاکترانو، پوخ عمره کسانو، زده‌کوونکو او نورو عامو وګړو سره شوي دي. د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو د دولت تر ولکې لاندې سیمو هم شکایتونه کړي چې زورواکي او ځیني محلي چارواکي یې مدني حقونو، د بیان ازادۍ او نورو اساسي حقونو ته درناوی نه‌کوي.

ثریا هغه مېرمن چې په تخار کې صحرايي محکمه شوه.
ثریا هغه مېرمن چې په تخار کې صحرايي محکمه شوه.

د بشري حقونو څار سازمان د راپور په حواله، طالبان اوس د افغانستان پر یوه پام وړ برخې خاوره او نفوس کنټرول لري چې په زیاتو دغو ساحو کې خلک مجبوره دي د تعلیم، محاکمو او نورو خدماتو په برخه کې د طالبانو خپل قوانین او تحمیل شوي مقررات رعایت کړي.

په راپور کې راغلي، که څه هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې ځیني پرمختګونه شوي، خو د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي، غونډو او د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د خلکو حقونو ته کافي درناوی نه‌دی شوی.

لا هم وسله‌والو طالبانو د دغه راپور په اړه رسماً کوم عکس‌العمل نه‌دی ښوولی او د افغانستان حکومت هم لا څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG