د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

بشر حقونو کمېسیون افغانستان کې د بشري حقونو نقضول تأییدوي


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت هغه راپور مني چې ګوندې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

دغه کمېسیون وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور د افغانستان د روان امنیتي وضعیت، سیاسي کړکېچونو او ټولنیزو ناخوالو ته په کتو تأییدوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د جمعې په ورځ ازادي رادیو ته وویل: "له ملکي تلفاتو نه نیولې د ښځو پر وړاندې تر تاوتریخوالي، د ماشومانو حقونه، د ښوونې او روزنې مسئله، د روغتیا حقونه او داسې نور، ټول د اندېښنې وړ دي. د افغانستان د بشر حقونو حپلواک کمېسیون تل په خپلو راپورونو کې، دغه مسایل رابرسېره او له ولس سره شریک کړي دي. کله چې د بشر حقونو د سرغړونو مسئله رامنځته کېږي، دا په دې معنی ده چې، حکومتونو خپلو مسؤلیتونو ته جدي پاملرنه نه‌ده کړې."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې افغانستان له بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړی دی.

  • اداري فساد
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو نه‌څېړل کېدل
  • په امنیتي لیکو کې د ماشومانو استخدامول
  • له ماشومانو نه په امنیتي او روزنیزو برخو کې جنسي استفاده
  • په ځان وژونکو بریدونو کې د ماشومانو کارول
  • د مذهبي مشرانو د وژنو د عاملینو نه‌څرګندېدل

او داسې نور هغه موارد دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې راغلي دي.

د چارو پوهان په افغانستان کې د بشر له حقونو نه د سرغړونو لامل د قانون په پلي کولو کې د حکومت کمزوري ګڼي.

عبدالشکور دادرس
عبدالشکور دادرس

د دغو پوهانو له ډلې عبدالشکور دادرس ازادي راډیو ته وویل: "تر هغې چې یو پیاوړی، واحد او مرکزي حکومت چې د قانون حاکمیت ته معتقد وي ونه‌لرو، موږ خپل مادي او معنوي ارزښتونه نه‌شو ساتلی، ځکه موږ له ډېر زیان سره مخامخ یو. زه په دې عقیده یم چې هېڅوک حق نه‌لري جرم عفوه کړي. دا ټول، له یوې خوا مجبوریتونه دي او له بلې خوا د قانون حاکمیت نه‌و."

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت په هېواد کې د ټولو اتباعو د حقونو مراعاتولو او ساتلو ته ژمن دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل: "حکومت د بشري حقونو ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي، په دې برخه کې هېڅ ډول ناغېړي د منلو نه‌ده، ولسمشر د افغانستان د ټولو قشرونو حقونه او د هغوی ساتنه د افغانستان د حکومت او نظام مسؤلیت ګڼي. که داسې موارد ولیدل شي چې د بشر حقونه په‌کې تر پښو لاندې شوي، پر وړاندې یې جدي عمل کېږي."

افغان چارواکي سره له دې چې د بشري حقونو د سرغړوونکو پر وړاندې د اجراأتو خبرې کوي، خو اوس هم د دې هېواد په ډېری سیمو کې لیدل کېږي چې ښځې په زوره ودېږي، لسګونه زره ماشومان شاقه کارونه کوي، د زورواکو له‌خوا د خلکو ځمکې نیول کېږي او داسې نورې ناخوالې لا جاري دي.

XS
SM
MD
LG