د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

طالبانو سره سوله؛ 'د ښځو په حقونو، بشر حقونو او بیان ازادۍ باید معامله ونه‌شي'


د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی
د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د امریکا او طالبانو هوکړه باید په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د بشر حقونو عمده لاسته راوړنې خوندي کړي.

دغه سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ته په اشارې سره وايي، افغانستان بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې باید وساتل شي او مخه‌یې ډب نه‌شي.

زمان سلطاني په دې سازمان کې د جنوبي اسیا د برخې څېړونکي د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» په یوه اعلامیه کې ویلي چې له بل هر چا زیات افغانان د سولې غوښتونکي دي.

ښاغلی سلطاني وايي د سولې د هوکړې وروسته ماشومان زده‌کړو، ښځې کار کولو او دغه‌شان خبریالان او د بشري حقونو مدافعین باید خپلو کارونو ته ازاد پرېښودل شي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي، د سولې هر ډول تړون باید د قربانیانو غږ له پامه ونه‌غورځوي، په عدالت، حق سترګې پټې نه‌کړي او د مذهبي لږکیو حقونه هم تضمین کړي.

زمان سلطاني په دغه اعلامیه کې ویلي چې "د سولې موافقه باید بشري حقونه خپل زړه کې ولري."

بل‌خوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د خبریالانو ټولنې او ځینې ښځینه فعالانې که څه هم د سولې د هوکړه‌لیک هرکلی او ملاتړ کوي، خو د سولې په هر ډول مذاکراتو او هوکړه کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل: "زموږ غوښتنه دا ده چې د سولې په ټولو پروسو کې باید د جګړې د قربانیانو غوښتنې او نظریاتو ته توجه وشي، د سولې په هر ډول مذاکراتو کې باید هغه اساسي حقونه چې د افغانستان اساسي قانون او په نړیوالو کنوانسینونو کې افغان ملت ته ورکړل شوي، باید خوندي شي."

په تېرو ۱۹ کلونو کې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغلې، نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، ښځې په ادارو کې د کار اجازه لري او دغه‌شان هر افغان د بیان د ازادۍ حق لري چې دا اساسي بشري حقونه او په یاده موده کې مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

یو شمېر ښځینه فعالانې بیا اندېښمنې دي او وايي، وېره شته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغان مېرمنو وضعیت پخواني حالت ته چې د کار او زده‌کړو اجازه‌یې نه‌درلوده، وروګرځي.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي وايي، د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت دی.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي
د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي

په ورته وخت کې د خبریالانو یو شمېر ټولنې بیا د بیان ازادي په په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او د سولې په هوکړه کې یې د نه‌خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي: "اوس چې موږ سلګونه ازادې رسنۍ لرو، زموږ اندېښنې دا دي، هره معامله چې کېږي، خدای مه‌کړه، ازادې رسنۍ ونه‌تړل شي، زموږ غوښتنه له هغه هېوادونو څخه چې غواړي له طالبانو سره معامله وکړي دا ده چې د افغان ولس حق چې د بیان ازادي ده باید ورته جدي پام وکړي، په ۲۱مه پېړۍ کې له دې ارزښتونو پرته موږ ژوند نه‌شو کولای."

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر
د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

هڅه مو وکړه چې د دې ټولو اندېښنو او غوښتنو په اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو، خو له زیاتو هڅو سره چا په دې اړه خبرې ونه‌کړې، له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست تینګار کړی و چې د سولې په مذاکراتو کې به د تېرو ۱۹ کلونو په لاسته راوړنو معامله ونه‌شي او خوندي به وي.

XS
SM
MD
LG