د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

ډیپلوماټ انلاین: د امریکا او طالبانو تړون بشري حقونه او ښځې له پامه غورځولي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو په پنځه ویشتم تلین غونډې د جمعې ورځې خونړي برید باندې مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان پلازمینه کابل د جمعې په ورځ د ډېرې خونړې پېښې شاهد و چې پکې لسګونه مړه او ټپیان شول.

سیاسي مشران له هغې ډلې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ځینې نور سیاستوال له دې بریده روغ ووتل.

نیویارک ټایمز لیکي چې په کابل کې د جمعې ورځې د جوړې شوې غونډې ګډونوال اکثره شیعه ګان و چې له دې مخکې هم څو ځلې د داعش د مرګونو بریدونو هدف ګرځېدلي.

ورځپاڼې په پای برخه کې بیا دا یادونه هم کړې چې تېر کال د داعش پر ضد تر څو عملیاتو وروسته په افغانستان کې د دې ډلې بریدونه کم شوي دي.

  • دِ هېل

د امریکا چاپ دِ هېل ورځپاڼې هم په کابل کې د جمعې ورځې په برید تمرکز کړی او د روغتیا وزارت د ویاند په حواله یې لیکلي چې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.

د عبدالعلي مزاري په تلین غونډې د بریدګرو ډزو او د افغان پوځیانو ځوابي بریدونو ساعتونه دوام وکړ او د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې.

وسله والو طالبانو په دغه پیښه کې لاس لرل رد کړل.

  • ډیپلوماټ انلاین

ډیپلوماټ انلاین خپرونې لیکلي د امریکا – طالبانو تړون بشري حقونه او ښځې له پامه غورځولي.

په دې مقاله کې راغلي امریکا څو ورځې مخکې له طالبانو سره چې تر دې وروستیو یې ورته د ترهګرې ډلې خطاب کاوه د سولې تړون لاسلیک کړ.

د لیکوال په لیکنه دا تړون په دې سربېره چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لار هواروي افغان ښځې، ماشومان او مذهبي اقلیتونه یې له پامه غورځولي دي.

ډیپلوماټ لیکلي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د بشري او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره له هېڅ ډول ژمنې پرته موافقه وکړه چې له طالبانو ځینې بندیزونه لرې کړي.

امریکا او طالبانو تېره شنبه په دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې بهرني پوځیان افغانستان پرېږدي، طالبان بین الافغاني خبرې کوي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

ډیپلوماټ لیکلي د امریکا او طالبانو په تړون کې د ښځو او بشري حقونو د خوندیتوب یادونه نه ده شوې او نه د امریکا او طالبانو په هغو اوږدو خبرو کې په دې مسلو بحث شوی چې بلاخره یې د دې تړون لاسلیک ته لار هواره کړې.

طالبانو په ځینو کنفرانسونو کې ټینګار کړی چې دوی به د اسلامي اصولو په اساس ښځو ته حقونه ورکوي خو له ښځو سره د طالبانو د رژیم چلند ته په کتو ګڼ فعالان د طالبانو په دې خبرو شک لري.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو د جایزو یوې ګټونکې د میدان ښاروالې ظریفه غفاري وویل له طالبانو سره چې د ښځو او بشري حقونو ته درناوی نه لري د امریکا له خوا د تړون لاسلیک دا او ګڼې افغان ښځې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG