د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر کندز ښار د وسله والو طالبانو د وروستۍ حملې په اړه ليکنه خپره کړې ده.

طالبانو د جمعې د شپې په نيمايي کې پر کندز ښار په حملې لاس پورې کړ.

ورځپاڼې د جمهوري رياست د وياند صديق صديقي په حواله ليکلي، د طالبانو دا حمله ښيي چې دغه ډله هغه فرصت نه مني چې د امريکا او افغانستان حکومتونو د سولې پر موافقه د سلا کېدو لپاره برابر کړى دى.

صديقي په کابل کې د شنبې په ورځ يوه کنفرانس ته وويل، پر کندز حمله په بشپړ ډول له هغه څه سره په ټکر کې ده چې طالبان يې په اړه په دوحه کې خبرې کوي.

طالبانو تر دې مخکې هم پر کندز ښار پراخې حملې کړي او دغه ښار يې د لنډې شېبې لپاره نيولى و.

د کندز ښار اول وار په ٢٠١٥ میلادي کال کې يعنې څلور کاله مخکې د طالبانو له خوا نيول شوى و.

د طالبانو تازه حمله په داسې حال کې کېږي چې د قطر په لازمېنه دوحه کې د امريکا او د طالبانو د مرکچيانو ترمنځ خبرې کېږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ليکنه، د مذاکرو دواړو لوريو ويلي چې پر يوه موافقه سلا کېدو ته نږدې شوي دي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې لولو، طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي او امريکايي هيئت غواړي چې په افغانستان کې اوربند ټينګ شي.

دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ٢٠ زره بهرني پوځيان دېره دي چې ډېرى يې امريکايان دي.

دغه ځواکونه تر ډېره افغان پوځيانو ته سلا مشوره ورکوي او همکاري يې کوي.

سټارس انډ سټرايپس:

له امريکا بلې خپرېدونکې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس د افغانستان په اړه پر هغې وروستۍ غونډې ليکنه خپره کړې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ورته نه وو بلل شوی.

ورځپاڼه وايي، دغه غونډه د اګست مياشتې پر ١٦مه شوې وه چې د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر څنګ د دفاع سرپرست وزير مارک ايسپر، د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال جوزف ډانفورد، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس، د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشره جينا هسپل او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد په کې حاضر وو.

سټارس انډ سټرايپس ليکي، د ګډونوالو په لېست کې د ملي امنيت د سلاکار جان بولټن نوم شامل نه و.

ورځپاڼې ته امریکايي مقاماتو ویلي چې په دې غونډه کې د جان بولټن نه ګډون د سهوې له مخې نه وه، بلکې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې پر احتمالي موافقې د امریکا په حکومت کې د داخلي اختلافاتو ښودنه کوي.

سټارز انډ سټرایپس د امریکایي مقاماتو په قول وايي چې د افغانستان د سوله ییز یا ډیپلوماتیک حل له هلو ځلو سره د بولټن مخالفت ولسمشر ټرمپ په غوصه کړى او د دې سبب شوی چې د سولې د موافقې په اړه حساسو خبرو ته بولټن ونه بلل شي.

XS
SM
MD
LG