د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې روسیې ته د طالبانو د یوه پلاوي تګ او له روسي چارواکو سره یې خبرو ته پام اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو دغه پلاوی څو ورځې وروسته له هغې له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي چې له طالبانو سره د امریکايي مرکچي پلاوي خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

ګارډین ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند له قوله چې د روسیې ریا نووسټي دولتي اژانس ته یې کړی، هغه خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په مسکو کې د طالبانو له دغه پلاوي سره د خبرو کوربه و، خو د دواړو لورو د خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ګارډین لیکي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ویلي چې روسیه د امریکا د متحدو ایالتونو او د طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتونکې ده.

دې ویاند دغه راز ویلي چې طالبانو هم له خپله اړخه له واشنګټن سره د خبرو بیا پیلېدو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

ګارډین وړاندې د طالبانو د یوه مشر دا خبره هم را اخیستې چې د شنبې په ورځ یې ویلي وو، له مسکو څخه دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان د سیمه ییز ملاتړ د زیاتولو لپاره دغه راز په پام کې لري چې پلاوي یې چین، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم لاړ شي.

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینر خپرونې په افغانستان او عراق کې د امریکا د هڅو په اړه د یوه مطلب سرلیک د څو کتابونو د لیکوال بینګ ویسټ په دې خبرې پیل کړی چې وایي، په دواړو هېوادونو کې د بدلون راووستو لپاره د امریکا هڅې په اوبو لاهو شوې دي.

ویسټ، د پلو سمندري ځواکونو دغه پوځي چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې له څلوېښت ځلې زیات له امریکایي ځواکونو سره یوځای عراق او افغانستان ته تللی، د امریکا د دفاع له پخواني وزیر جيمز مټېس سره یې په ګډه د یوه کتاب په ګډون لس کتابونه لیکلي دي.

له جېمز مټیس سره ګډ کتاب یې په پوځ کې د مټیس د څلورو لسیزو پر تجربو څرخي.

ښاغلي ویسټ واشنګټن ایکزامنیر خپرونې ته ویلي چې اکثره وختونه یې مټیس په افغانستان او عراق کې د جګړو په ډېرو خطرناکو ځایونو کې لیده.

نوموړی وایي، که په بشپړ ډول د ټولنې یا د حکومت د بدلولو هڅه کوئ، نو باید هلته د دېرشو او شپېتو کلونو ترمنځ پاتې شئ.

ویست یې د ښو بېلګو په توګه د جنوبي کوریا او جرمني یادونه کوي.

نوموړي واشنګټن ایکزامینر ته دغه راز ویلي، که ویتنام، عراق او افغانستان ته په تلو او هلته د پنځو کلونو په پاتې کېدو او بېرته په وتلو سره یې کولی شئ چې ټولنه بدله کړئ، دا یو تکبر و، دا زموږ د مشرانو تکبر و چې دا ډول فکر یې کاوه.

امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، ښکیله پاتې ده.

XS
SM
MD
LG