امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه، د سولې موافقه لاسلیک کړه.
د موافقې له مخې، باید د مارچ په ۱۰مه د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې وی.
د خبرو د پيل لپاره باید تشدد هم کم شوی وی، خو طالبانو وویل چې اول باید حکومت د هغوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي.
په کابل او ولایتونو کې خونړۍ حملې دوام لري او په کابل کې د داسې حکومت پر تشکیل چې د ټولو اړخونو استازی وي اوږدو ناندریو او د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو په لړۍ کې ځنډ د سولې د خبرو د پیل لپاره اساسي خنډونه بلل کېږي.
- د بیان ازادي
په داسې له ابهامه ډک حالت کې، یو شمېر څارونکي د بیان د ازادۍ په څېر ارزښتونو د راتلونکې په اړه اندېښنه لري چې د ډیموکراسۍ پر اصولو ولاړ نظام ته مهم دي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، نی مشر مجیب خلوتګر هم په دې باور دی چې د طالبانو او امریکا په خبرو کې د ولسواکۍ پر ډېرو مهمو موادو خبرې نهدي شوي.
خلوتګر ازادي راډیو ته وویل چې د ډیموکراسۍ په اړه د طالبانو په نظر کې د بدلون نشتوالی د اندېښنې وړ دی.
خلوتګر ویلي، طالبان نهدي بدل شوي.
مجیب خلوتګر وویل: "زه د ۱۹۹۶میلادي کال د طالبانو او د هغو چې نن په قطر او نورو ځایونو کې ناست دي، ترمنځ هېڅ توپیر نهګورم. هغوی د خپلې واکمنۍ په موده کې څرګنده کړه چې انسان او بشري ارزښتونه لکه د بیان ازادي ته اهمیت نهورکوي او پروا يې نهلري."
- د ښځو حقونه
په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې، رویا رحماني له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي، کله چې له طالبانو سره د سولې خبرې مطرح کېږي، د ښځو د بشري حقونو خوندیتوبیې د اندېښنو په سر کې وي.
رویا رحماني د اپرېل په ۱۷مه، له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو له رښتیني او با مفهومه شراکته پرته بری امکان نهلري.
رویا رحماني وویل: "له شک پرته، دا د ښځو د حقونو خوندیتوب یوه اندېښنه ده او وه چې موږ له امریکا سره په خبرو کې مکرراً یاده کړې، یوازې د ښځو حقونه نه، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوري خبره چې په موافقه کې له طالبانو سره نهده شوې، زموږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده."
- انتخابات
وسلهوالو طالبانو تېر کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په ټاکنو کې دې ګډون نهکوي.
تر دې وړاندې، په رسنیو کې ډېرو کسانو چې طالبانو یې په انتخاباتو کې د ګډون له کبله ګوتې پرې کړې وې، خبرې وکړې.
ټاکنې د ډيموکراسۍ یو اساسي رکن دی.
که چېرې طالبان له یوې خوا د رأی ورکونکو ګوتې پرې کوي، څوک دا څرنګه منلئ شي چې د افغانستان نیم خامه ډیموکراسي به خوندي وي؟
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې حتی امریکا له طالبانو سره په موافقه کې دا مسئله څنډې ته کړې ده.
یوسف رشید وویل: "که چېرې په بینالافغاني خبرو کې هم پر دې ټینګار ونهشي، موږ اندېښنه لرو چې ښايي، دایمي سولې ته ونهرسېږو."
- د طالبانو نوی سیاسی لیدلوری
عبدالحکیم مجاهد چې د طالبانو په رژیم کې په نیویارک کې د هغوی استازی و، ازادي راډیو ته وايي چې طالبان اوس له سیاسي اړخه تر پخوا پاخه شوي دي.
عبدالحکیم مجاهد اوسمهال د سولې عالي شورا غړی دی.
هغه وايي: "زه فکر کوم چې په وروستیو ۱۸ کلونو کې طالبان په سیاست کې پاخه شول او فکر کوم چې په دې موده کې ټول هغه پرمختګونه چې په افغانستان کې شوي، د سولې په هره پروسه کې خوندي پاتې کېږي.
خو په واشنګټن کې د ډيموکراسۍ د ملاتړ سازمان څېړونکی بل روجیو په دې باور دی چې طالبان په یوه شپه کې په داسې ډله چې ډیموکراسي په غېږ کې ونیسي نهشي بدلېدلائ.
بل روجیو وویل: "طالبان په مطلق ډول په ډیموکراسۍ باور نهلري. په حقیقت کې، طالبان پر خپله وېبپاڼه د جهاد غږ چې په پنځو ژبو معلومات خپروي، هره ورځ په دې اړه خپل موقف توضېح کوي او وايي چې ډیموکراسي غیر اسلامي، د شیطان وسیله او پر مسلمانانو د غرب له لوري د اغېز خپرولو لاره ده."
بل روجیو ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا او طالبانو موافقه هم په افغانستان کې د ولسواکۍ د ارزښتونو د راتلونکې په اړه چندان وضاحت نهورکوي.
بل روجیو زیاته کړه: "له طالبانو سره د امریکا په موافقه کې داسې څه نهشته چې د ښځو بنیادي حقونه، د بیان ازادي او د ولسواکۍ هغه ارزښتونه چې امریکا یې له افغانانو سره وعده کړې وه، خوندي وساتي.
- څوک د ډیموکراسۍ ضمانت کوي؟
د افغانستان د ملي شورا پخوانۍ غړې ملالۍ شینوارې هم وايي چې باید دا ضمانت وي چې که طالبان په افغانستان کې په برحاله سیاسي چوکاټ کې شاملېږي، د ښځو حقونه به تر پښو لاندې نهکېږي.
ملالۍ شینوارې وویل: "هغوی ښځو ته وايي چې ښه اراده لري، خو دا ضمانت څوک کوي چې د هغوی (طالبانو) فکر بدل شوی دی. که د هغوی فکر بدل شوی، نو د څه لپاره لاهم جنګېږي؟"
د ملالۍ شینوارې په نظر دا چې طالبان د اسلامي امارت په جوړېدو ټینګار کوي او اسلامي جمهوري نظام نهغواړي د هر افغان په ذهن کې د طالبانو د نیت په اړه شک پیدا کړی دی.
- طالبان څه وايي؟
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخور او هغه کسان چې ځان د هغوی ویاندویان معرفي کوي، په دوامدار ډول له رسنیو سره خبرې کوي، وېډیويي بیانونه او عکسونه خپروي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر مهال ټلوېزیون او عکس ممنوع و.
هغوی اوس خپل وېبسايټونه لري، پر ټولنیزو رسنیو ښه فعال دي او حتی سلفي عکسونهيې خپرېږي.
د طالبانو د دوحې دفتر په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ او د افغانستان د ټولنې د دود پر اساس د ښځو ټول حقونه مني.
خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو راهیسې، د هغوی په تر واکمنۍ لاندې سیمو کې وخت ناوخت د ښځو د صحرايي محاکمو، قتل او سنګسار خبرونه خپاره شوي دي.
په هغو سیمو کې چې طالبان واکمني لري نجونې ښوونځي ته نهځي او د هلکانو تعلیم هم تر ډېره حده محدود دی.
وسلهوالو طالبانو په وروستیو تقریباً دوو لسیزو کې پر ښوونځیو، پوهنتونونو، خبریالانو، ښځینه مأمورینو او بشري فعالانو د ګن شمېر حملو مسؤلیت اخیستی دی.
د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند، ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د ولسواکۍ د راتلونکې په اړه د اندېښنو مطرح کولو او په دې اړه خبرو ته لا وخت شته.
د راپورونو په حواله، وسلهوال طالبان غواړي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په مذاکرو کې د افغانستان د اساسي قانون تعدیل د یوه شرط په توګه رامخکې کړي.
دا بیان د افغانستان حکومت رسماً نهدی تأیید کړی.
د افغانستان په اساسي قانون کې ښځې او نارینه ته مساوي حق ورکړل شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري ریاست لپاره په دواړو انتخاباتي کمپاینونو کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د اساسي قانون له تمامیت او هغو ارزښتونو به دفاع کوي چې په وروستیو تقریباً دوو لسیزو کې یې د خوندیتوب لپاره د زرګونه انسانانو وینه بهېدلې ده.