د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۱۵

د سولې بین‌الافغاني خبرې؛ د جګړې قربانیان په دغو خبرو کې څنګه ګډون وکړي؟


ارشیف، په زابل کې د یوې انتحاري حملې پر مهال ټپي شوی کس

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په بین‌الافغاني خبرو کې د جګړو د قربانیانو د ګډون وړاندیز کړی او په تازه څرګندونو کې یې ویلي غواړي د افغانستان د سولې په خبرو کې د دې برخې حقونو ته اهمیت ورکړل شي.

د افغانستان شاوخوا ۴۰ کلنې جګړې بې‌شمېره قربانیان تر شا پرېښي دي. دا قربانیان له بده مرغه د افغانستان د ټولنه لویه برخه جوړوي.

دغه کمېسیون وایي تر هغو چې د جګړو قربانیان عدالت او خپلو حقونو ته لاسرسی ونه‌لري او د ستونزو د هواري لپاره‌یې لازم شرایط برابر نه‌شي، د سولې مذاکرات مطلوبه نتیجه نه‌شي ورکولای.

د دې کمیسیون چارواکي په دې باور دي چې دا مسایل دقیقې ارزونې ته اړتیا لري او د خلکو لپاره‌یې ډېر مهم ګڼي.

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور نن پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې د سولې مذاکراتو په روان مهم بهیر کې د ټولنې د یوې لویې برخې یعنې د تاوتریخوالي د قربانیانو ګډون کولای شي د هغې سولې څرنګوالی وټاکي چې تمه‌یې کېږي.

شکرالله مشکور
شکرالله مشکور

ښاغلی مشکور زیاتوي: "موږ په دې باور یو چې سوله یوازې د جګړې نه‌شتون ته نه‌وایي، بلکې سوله د جنګ د زمینو له‌منځه وړلو ته وایي او دا هغه وخت کېږي چې عدالت ټینګ شي او د عدالت د ټینګښت لپاره مهمه مسئله دا ده چې د جګړو قربانیان د مذاکراتو په بهیر کې ګډون ولري، ځکه متأسفانه د جګړې قربانیان که چېرې له پامه وغورځول شي، ستونزې او غوښتنې یې وانه‌ورېدل شي، د تل‌پاتې سولې تمه نه‌شي کېدای."

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي یاد وړاندیز یې د بین‌الافغاني خبرو په دې مرحله کې د قربانیانو لپاره د عدالت خوندي کېدو اهمیت ته پام اړول دي، خو زیاتوي چې تر بین‌الافغاني خبرو په ورپسې مراحلو کې به د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له اړتیا سره سم د سولې د ټولو بشري اړخونو په برخه کې خپل مسلکي وړاندیزونه وړاندې کړي.

دا کمېسیون وایي چې په یادو مذاکراتو کې د قربانیانو او عامو خلکو ګډون ته د زمینې برابرول کولای شي د سولې د خبرو اترو او هم‌یې له پایلو څخه د خلکو د ملاتړ سطح لوړه کړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د مذاکراتو په بهير کې د بشري حقونو او د شخړې د قربانيانو په محور د خلکو او کارپوهانو د ګډون لپاره لاندې څلور حل لارې وړانديز کړي.

افغانستان کې د جګړې قرباني، یو معلول شوی سرتېری.
افغانستان کې د جګړې قرباني، یو معلول شوی سرتېری.

لومړی دا چې باید له ټول هېواد څخه د تاوتریخوالي یو شمېر قربانیان وټاکل شي چې د خپلو تجربو او تکلیفونو په اړه د مذاکراتو له دواړو غاړو سره مخامخ خبرې وکړي. د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي دا کار به خلکو ته وښیي چې د مذاکراتو خواوې د قربانیانو درد او تکلیف ته ځواب ورکوونکي دي.

خو دا کار څنګه کېدای شي؟

ښاغلی مشکور وایي: "کمېسیون په خپل وړاندیز کې دا خبره کړې ده چې د قربانیانو د تعریف او ګډون په اړه د یوه مشخص او مستقل مېکانیزم څخه په استفاده دې قربانیان په ګوته شي او د یوې بې‌طرفه مرجع له‌خوا دې د دغه مېکانیزم د تطبیق لپاره کار واخیستل شي. په ټوله کې هدف دا دی چې د مذاکراتو په جریان کې د قربانیانو ونډې او غوښتنو ته جدي پام وشي."

د یاد کمېسیون د وړاندیزونو دوهمه برخه‌یې دا ده چې د مذاکراتو غاړې، يوه فرعي کمېټه (جلا يا ګډه) جوړه کړي، څو د بشر حقونو د کارپوهانو له يوې ډلې سره چې د بشري حقونو او مدني ټولنې له فعالانو څخه جوړه وي، په منظم ډول په ټاکل شويو وختونو کې غونډې ولري. د دې ډلې غړي به د يوه مشورتي بهير له لارې د مدني ټولنې له غړو څخه ټاکل کېږي. هغوی کولای شي خپل ليکلي وړانديزونه د مذاکره کوونکو فرعي کمېټې ته وړاندې او په هغو خاصو موضوعاتو کې چې د مذاکراتو په اجنډا کې راغلي وي د فرعي کمېټې د غړو پوښتنې ځواب کړي.

د بشر حقونو کمېسیون
د بشر حقونو کمېسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون درېیم وړاندیز دا دی چې مدني ټولنې او نور بنسټونه او خپلواک کارپوهان چې د دوی په خبره د مذاکراتو په اړه‌یې مهم او رغوونکي نظريات وړاندې کړي دي، تشویق شي د مشخصو موضوعګانو په اړه لیکي وړانديزونه له ځانگړو او عملي حل‌لارو سره وړاندې کړي.

څلورم وړاندیز دا دی چې د زمينې او شرايطو د مساعدوالي په صورت کې (له Covid-19 وروسته)، تر ټولو ښه انتخاب دا دی چې د قربانيانو يوه ملي مشورتي جرګه د قربانيانو د مسايلو، عدالت او مصالحې په اړه د بحث لپاره جوړه شي او کمېسیون دا مشورتي جرګه چې د تصميم نيونې صلاحيت به نه‌لري د قربانيانو د مسايلو د بېلابېلو اړخونو اړوند د بحث لپاره يو فرصت بولي.

د حقوقي چارو پوه اجمل هوډمن د سولې په مذاکراتو کې د جګړو د قربانیانو د ورګډولو د حقوقي اړخ په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم د حقوقي لحاظه دا ښه موضوع ده چې پاملرنه ورته وشي ځکه په یوه طریقه باندې باید یو څوک وي چې د قربانیانو غږ رسا وساتي. په حق‌العبدي مسایلو کې هغه د اشخاصو فردي حقونه دي او نباید یې څوک ترې محروم کړي. د افغانستان د قوانینو پر اساس هېڅوک دا حق نه‌لري چې یو څوک له حق‌العبدي مسایلو څخه محروم کړي، نو له دې کبله حقوقي مسایل باید خوندي پاته شي."

اجمل هوډمن
اجمل هوډمن

د سولي په مذاکراتو کې د ښځو د ګډون ونډه هم هغه اندېښنې دي چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو لورو له‌خوا راپورته شوې دي.

په کابل کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو لکه استرالیا، کاناډا، ډنمارک، جرمني، هالند، ناروې، سویډن سفیرانو او د اروپایي ټولنې ډلې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی.

دوی د بین‌الافغاني مذاکراتو پر دواړو لورو ټینګار کوي چې په دې خبرو کې د ښځو ونډه په پام کې ونیول شي. په اعلامیه کې راغلي د هېوادونو د سولې موافقې هغه مهال کارنده او بریالۍ وي چې ښځې پوره ونډه په‌کې واخلي.

بل‌خوا د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په دې بهیر کې د ښځو د ونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ښځو لپاره ځانګړی ځای په پام کې نه‌دی نیول شوی. موږ په علني ډول خپلې اندېښنې له حکومت او هم نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي. مخصوصاً دې ته په کتو چې بین‌الافغاني خبرې ښایي ژر پیل شي او دا چې د سولې بهیر زموږ یو ملي بهیر دی، نو ډېره مهمه ده چې ښځې سم ګډون ولري."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې توافق له مخې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره د مارچ لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو د تبادلې، د تاوتریخوالي د دوام او نورو اختلافاتو له کبله وځنډېدې، خو اوس د دې خبرو د پیل لپاره کومه ځانګړې نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG