د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

پنټاګون: پاکستان لاهم په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي ملاتړ کوي


ارشیف، په اسلام‌اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ترمنځ لیدنه
ارشیف، په اسلام‌اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ترمنځ لیدنه

د امریکا دفاع وزارت یو نوی راپور وايي چې پاکستان تر اوسه هم د طالبانو ملاتړ کوي.

پنټاګون په دې راپور کې وايي د پاکستان ستراتېژیک او اصلي هدف له هند سره سیالي ده. راپور په عین حال کې د پاکستان د هغو هڅو یادونه هم کوي چې غواړي د افغانستان د سولې پر بهیر او بین‌الافغاني خبرو نفوذ ولري.

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون کانګرس ته د روان ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې په راپور کې ویلي چې پاکستان لاهم په افغانستان کې د طالبانو د افراطي تحریک د تاوتریخوالي ملاتړ کوي.

دا راپور چې د امریکا دفاع وزارت سرمفتش، د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوال پرمختګ ادارې په مرسته چمتو کړی د اسلام‌اباد د هغو دوامدارو هڅو یادونه کوي چې پاکستان‌یې له پخوا راهیسې په افغانستان کې خپلې ګټې بولي.

د پنټاګون نوی راپور چې د روان کال له پیله تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکا پوځي عملیات رانغاړي، ځکه مهم دی چې په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته د یوې میاشتې تاوتریخوالي ته هم کتنه کوي. پاکستان د دې موافقې هرکلی کړی او خپل رول‌یې د هغې په لاسلیک کې مهم بللی دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي له پاکستاني چارواکو سره په اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي له پاکستاني چارواکو سره په اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال

د پنټاګون راپور د د فاعي استخباراتي ادارې «DIA» د اطلاعاتو په حواله وايي، پاکستان طالبانو او د هغو ملګرو وسله‌والو ته په خپل قلمرو کې پناه ورکړې چې یوه په‌کې حقاني شبکه ده، هغه ډله چې په افغانستان کې د حملو توان لري.

راپور د «DIA» معلوماتو ته اشاره کوي او زیاتوي، اسلام‌آباد طالبان وهڅول چې د سولې خبرو ته کېني، خو پر دې ډلې یې د داسې فشار له راوستو ډډه وکړه چې له حملو لاس اخیستو ته‌یې اړ کړي ځکه که‌یې دا کار کړی وی، نو له طالبانو سره‌یې اړیکې خرابېدل.

د پنټاګون راپور د پاکستاني چارواکو له هغو وروستیو څرګندونو سره په ټکر کې دی چې واشنګټن ته‌یې، په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې د ملاتړ ډاډ ورکاوه. د اپرېل په ۲۲مه د صدراعظم عمران خان او ولسمشر ډونالد ټرمپ له ټیلیفوني خبرو وروسته د پاکستان حکومت په یوه بیان کې وویل، ښاغلي خان ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړ او د راتلونکو ګامونو چې نتیجه‌یې بین‌الافغاني خبرې وي، پر اهمیت‌یې ټینګار وکړ.

خو د پنټاګون راپور د «DIA» په حواله وايي چې په افغانستان کې د پاکستان ستراتېژیک او اصلي هدف له سیمه‌ییز رقیب، هند سره سیالي او له ګاونډي افغانستان څخه دې هېواد ته د ناامنیو د نفوذ مخنیوی دی.

راپور زیاتوي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو زیاتېدونکی نفوذ، خپلو ټولو اهدافو ته د رسېدو په ګټه ګڼي او هڅه به وکړي چې په بین‌الافغاني خبرو کې هم خپل نفوذ په داسې طریقه خوندي کړي چې ګټې یې وساتي.

پاکستان په روانه اوونۍ کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي. (د مې په ۱۸مه) پاکستان له روسیې، ایران او چین سره په یوه ګډ بیان کې د دې ترڅنګ چې پر ټولو ښکېلو اړخونو یې د اوربند غږ وکړ وویل، بین‌الافغاني خبرې چې دا اوږد کړکېچ حل کړي په افغانستان کې د پخلاینې یوازنۍ لاره ده.

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

افغان او لوېدیځ چارواکو په وار وار ویلي دي چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي. که څه هم پاکستاني مشرانو دا تورونه رد کړي دي، خو د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز په واشنګټن کې یوه تحقیقاتي مرکز ته د وینا پر مهال پر طالبانو د اسلام‌اباد د نفوذ خبره ومنله او ویې‌ویل، پاکستان د طالبانو پر مشرانو نفوذ لري ځکه مشران‌یې په پاکستان کې دي، د پاکستان له روغتیايي سهولتونو څخه کار اخلي او کورنۍ یې هلته دي.

XS
SM
MD
LG