د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

افغانستان او سیمې ته د خلیل‌زاد سفر؛ سولې سره همکارۍ ته د هند او پاکستان هڅونه


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا حکومت خاص استازي، زلمي خلیل‌زاد د دې لپاره چې په دوحه کې د طالبانو پر استازو فشار راولي، په کابل کې له سیاسي مشرانو سره وګوري او د بین‌الافغاني خبرو لپاره یوه نېټه وټاکل شي او همداراز د هند او پاکستان چارواکي د افغانستان د سولې له بهیر سره همکارۍ ته وهڅوي، بیا په سفر وتلی دی.

ښاغلي خلیل‌زاد د مې میاشتې په ۱۵مه، وویل چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره د یوې نوې نېټې پر ټاکلو بحث کېږي. هغه وویل چې دا به ډېره ښه وي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په داسې وخت کې پيل شي چې لا زیات شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي.

په پام کې وه چې د سولې د هغې موافقې له مخې چې ده له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه، لاسلیک کړې، د مارچ په ۱۰مه دغه خبرې پیل شوې وی، خو د دواړو لورو د بندیانو د تبادلې او ځینو نورو مسئلو پر سر د اختلافاتو له امله دغه چاره تر اوسه نه‌ده عملي شوې.

د هوکړې لاسلیک
د هوکړې لاسلیک

خلیل‌زاد به سیمې ته په دې سفر کې بیا هم د بندیانو د تبادلې د بهیر د چټکولو هڅې وکړي.

د افغانستان دننه د حکومت پر جوړښت سیاسي اختلافونه او د طالبانو د بندیانو په خوشې کېدو کې سستي د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پيل ته لوی خنډ بلل شوی و، خو د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ وروستۍ سیاسي موافقې ته په نړیواله کچه د داسې یوه پرمختګ په سترګه کتل کېږي چې ښايي د بین‌الافغاني خبرو له پيل سره مرسته وکړي.

د موافقې په اړه وروستی غبرګون د افغانستان لپاره د روسیې، پاکستان، ایران او چین د ځانګړو استازو په ګډ بیان کې خپور شوی دی. هغوی دا موافقه ستایلې او ویلي یې دي چې هیله لري چې ژر تر ژره به د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره د خبرو پیل ته لاره هواره کړي.

د افغانستان لپاره د څلورو هېوادونو ځانګړو استازو، پر ټولو قومي او سیاسي ډلو او طالبانو غږ کړی چې له موقع ښه کار واخلي او دې ته زمینه برابره کړي چې ژر تر ژره بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق
د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافق

د روسیې استازي ضمیر کابلوف، د چین استازي لوی جیان، د پاکستان استازي صفدر حیات او د ایران استازي محمد طاهریان فرد په دې ګډ بیان کې چې پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خپور کړ د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي غوښتنې ته چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په وخت کې په ټوله نړۍ کې اوربند وشي، اشاره کړې او غوښتنه‌یې کړې چې په افغانستان کې هم مخالف لوري هر اړخیز اوربند وکړي.

د چین، روسيې او ایران استازو په دې ګډ بیان کې هغو ممکنو پرمختګونو ته چې له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو سره تړاو لري، اشاره کړې او ویلي يې دي: "بهرني ځواکونه باید په منظم او مسؤل ډول له افغانستانه ووځي ترڅو په دې هېواد کې د انتقال پروسه په نرمۍ پر مخ ولاړه شي."

هغوی همداراز د افغانستان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې ستاینه کړې ده.

د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازو همداراز پر هغو خواوو چې په افغانستان کې قدرت لري غږ کړی چې د القاعده، داعش او د هغوی د نورو بهرنیو ملاتړ کوونکو پر ضد او همداراز د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر ضد مبارزه وکړي او کلک دریځ غوره کړي.

د افغانستان حکومت له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پر اهمیت ټینګار کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان په څېر هېوادونه چې پر طالبانو د نفوذ ادعا لري باید له دې نفوذه کار واخلي او طالبان سولې ته اړ کړي.

صدیقي د مې په ۱۹مه، ازادي راډیو ته وویل چې اصلي ستونزه طالبان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لوړ رتبه پوځي چارواکي وايي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو پروګرام‌یې لکه څرنګه چې ټاکل شوې وه، ساتلی دی.

د امریکا متحده ایالات اوس‌مهال په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره عسکر لري.

د طالبانو او امریکا ترمنځ موافقه کې له طالبانو سره د شرایطو له مخې منل شوې چې بهرني عسکر به په تدریجي ډول کمېږي.

له افغانستانه د ټولو عسکرو د وتلو لپاره ۱۴ میاشتې وخت ټاکل شوی دی.

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

د امریکا حکومت ویلي چې د جولای میاشتې تر ۱۵مې به د افغانستان دننه د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي او پنځه لویې پوځي اډې به بندې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جانتن هافمن تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې دوی خپل دا پروګرام نه‌دی بدل کړی.

XS
SM
MD
LG