د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ملي امنیت شورا: د ملکي مرګ‌ژوبلې عاملین طالبان او د هغوی ملګرې ترورېستي ډلې دي


ارشیف، د طالبانو ډله
ارشیف، د طالبانو ډله

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د دوی موندنې ښیي چې طالبان او د هغوی ملګرې ترورېستي ډلې په افغانستان کې د ملکي مرګ‌ژوبلې د غوڅ اکثریت عاملین دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر په اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۳۰» خپره شوه راغلي چې طالبان پر ملکیانو په حملو کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه لاس لري.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۰م کال په اپرېل میاشت کې طالبانو ۱۴۱ ملکي وګړي وژلي او ۲۷۵ نور یې ټپيان کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو د یوناما راپور رد کړی، افغان حکومت یو ځل بیا له دې ډلې غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

دا وروسته له هغه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په یوه راپور کې وویل چې طالبانو په اپرېل میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ملکیانو ته ۲۵ فیصده او افغان حکومتي ځواکونو ۳۸ فیصده زیاته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

یوناما: طالبان په تېر اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسئول دي

د دې ادارې په وینا په همدې میاشت کې افغان حکومت ته هم د ۱۷۲ ملکي وګړو تلفات راجع شوي دي چې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي دغه ډله د یوناما راپور ردوي او دا د افغان حکومت تبلیغات ګڼي.

خو افغان حکومت وايي چې له امریکا سره تر موافقې له لاسلیک مخکې او وروسته طالبانو تاوتریخوالی انتخاب کړی او له افغان حکومت سره‌یې له مخامخ خبرو تر ننه پورې ډډه کړې ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی او له طالبانو غواړي چې ورته اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هیله لرو طالبان نورې پلمې جوړې نه‌کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. په واقعیت کې ښکاره کړي چې دوی سوله غواړي ځکه څو موده مخکې يې په قطر کې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه، خو افغانان داسې تأثر اخلي چې دوی برعکس د موافقې تر لاسلیک وروسته تاوتریخوالی زیات کړی."

صدیقي زیاته کړه چې اوس وخت مسئولیت طالبانو ته راجع کېږي چې ایا دوی سوله غواړي که جګړې ته دوام ورکوي.

د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وايي چې د ستونزې حل د دوحې د موافقه لیک په عملي کولو کې دی چې د طالب بندیانو تر راخوشې کېدو وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

په همدې حال کې د سې شنبې په ورځ په يوه علني توګه خپاره شوي راپور کې د امریکا دفاع وزارت عمومي سرپلټونکي د دې هېواد کانګرس ته ویلي چې که څه هم امریکا له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړې ده، خو ځینو پېښو پوښتنې راپورته کړې چې ایا د سولې بهیر به عملي شي که نه او د موافقې تر لاسلیک وروسته‌یې تاوتریخوالی لا زیات کړی.

دا راپور د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱مې نېټې پر موده متمرکز دی او د سې شنبې په ورځ په علني توګه خپور شو.

په دې راپور کې راغلي چې طالبانو په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالی کم کړ، خو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې حملو ته دوام ورکړ او امریکايي ځواکونو د طالبانو د حملو پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی.

د راپور له مخې امریکا بیا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته کم کړی.

XS
SM
MD
LG