د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

افغان امنیتي سکټور: طالبانو په نوې بڼه نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړیکې غځولي


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امنیتي او دفاعي چارواکو خبري غونډه
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امنیتي او دفاعي چارواکو خبري غونډه

د افغانستان د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه د دغه هېواد د امنیتي او دفاعي سکټور د مسؤلینو تازه څرګندونې!

د افغانستان امنیتي سکټور وایي طالبانو په نوې بڼه له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې غځولې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست او د مسلح قواوو لوی درستیز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۹» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې طالبانو نه‌یوازې له امریکا سره په هوکړه عمل نه‌دی کړی، بلکې خپلې حملې یې هم زیاتې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج د دغې ګډې خبري ناستې پر مهال وویل چې د تېر په پرتله اوس له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره د طالبانو اړیکې زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه: "له نړیوالو ترورېستي ډلو سره د طالبانو اړیکې اوس د تېر په پرتله څو چنده زیاتې شوې دي، دوی (طالبانو) له القاعده، د ازبکستان له اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان له اسلامي تحریک، لشکر طیبه او نورو ترهګریزو ګروپونو سره اړیکې عځولې دي او دوی (طالبان) په دې هڅه کې دي چې له دغو ډلو افغانستان کې د جګړې لپاره ګټه واخلي چې موږ یې مثالونه په هلمند، بدخشان، پکتیا، پکتیکا او نورو ولایتونو کې درلودل."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج

ښاغلی سراج وایي، طالبانو نه‌یوازې له امریکا سره په خپلې هوکړې عمل نه‌دی کړی، بلکې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې په خبره‌یې په قطر کې له یادې هوکړې راوروسته تر اوسه د دغه ډلې له لوري په افغانستان کې له ۳۸۰۰ زیاتې حملې طراحي شوي.

د نوموړي په خبره د طالبانو په دغو حملو کې ۴۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۹۰۶ زیات کسان ټپیان شوي دي.

له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي چې په دې خبري ناسته کې یې ګډون کړی و وویل، که څه هم طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان نه‌کړل، خو نااعلان شویو عملیات او بریدونو ته‌یې زور ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: "طالبانو له امریکا سره چې کومه هوکړې وکړه په هغه کې له شویو ژمنو په دوامداره توګه عدول وکړ، په دوو وروستیو میاشتو کې یې خپل پسرلني عملیات اعلان نه‌کړل، خو په عمل کې یې پیل کړل او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې په عامه تأسیساتو، عامو خلکو او په ښارونو کې یې خونړي بریدونه پیل کړل چې تاسو یې شاهدان یاست."

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي

ښاغلي اندرابي وویل چې افغان حکومت او امنیتي مشرانو په وار وار طالبانو ته د سولې په اړه خپل حسن نیت ښودلی، خو په خبره‌یې طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی.

دا چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ په کابل او ننګرهار کې د خونړیو بریدونو په سبا پر وسله‌والو مخالفینو د یرغلیزو عملیاتو د پیل امر ورکړ، اوس د افغانستان د مسلح قواوو لوی درستیز بسم‌الله وزیري وایي چې د دغو یرغلیزو عملیاتو په لړ کې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر تر امر وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول هېواد کې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او موږ تر امر ثاني پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له لوري بریدونو زور اخیستی چې وروستی هغه‌یې نن په غزني کې د اسلامي ثقافت په فرهنګي مرکز موټر بم چاودنه وه.

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

خو طالبانو د دې حملې هدف پوځي او امنیتي کسان او تأسیسات یاد کړي دي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د افغان امنیتي او د فاعي سکټور د مشرانو د خبرو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې وړاندې د دغې ډلې له لوري د جګړې کچه راټيټه شوې وه، خو د حکومت له لوري د جنګ او یرغلیز حالت په اعلان سره سم دوی هم خپلو بریدونو او حملو ته شدت ورکړی.

ښاغلی مجاهد وایي دوی سولې ته ژمن دي، خو د جګړې په مقابل کې به جګړې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG