د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

صالح: کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه طالبانو کړي خو پر داعش یې تپي


امرالله صالح
امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وایي، ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید وسله والو طالبانو کړی څو له دې لارې په هېواد کې روانه جګړه توده وساتي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وسله والو طالبانو ته په حطاب کې وویل چې د شرم او حجالتۍ ځای دی چې له کفر سره روغه کوي خو مسلمان او افغان وژنې ته دوام ورکوي.

امرالله صالح وایي، دوه کاله وشول چې وسله والو طالبانو ته وایي چې له دوی سره د خبرو مېز ته کیني خو په خبره یې چې دا دوی ته شرم او عیب ښکاري.

نوموړي دا څرګندونې ننګرهار ته خپل سفر پر مهال وکړې.

صالح زیاتوي، طالبانو د خبرو اترو لپاره د بهرنیو ځواکونو وتل د شرط په توګه کاراوه چې دا دی نن ورسره یوځای کیني او چای او ډوډۍ خوري، خو د افغانانو وژنه یې لاهم جاري ساتلې ده.

هغه زیاتوي: "دوه کاله کېږي چې مږنږ دوی ته وایو چې راځې هره مسئله چې لرئ د خبرو اترو له لارې به یې حل کړو، که ستاسې غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وي، او دا تاسې ته شرم او ننګ وي نو دا خو بیا د خجالتۍ ځای دی چې ته له هغوی سره کېنې، بیا چای څکې، خندا کوې، بیا خندا کوې، بیا کلچې خورې او بیا په ډېر ویاړ د ای اېس ای تر نظارت لاندې لاسلیک کوې چې زه له کفر سره کوم غرض نه لرم او افغان وژنې ته ادامه ورکوم، دا کوم بیرغ او افغانیت دی؟."

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال په کوز کونړ ولسوالۍ کې په جنازه کې د ځانمرګي برید پر مهال چې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ د شریکولو تر څنګ د دې پېښې عاملین وسله وال طالبان یاد کړل او زیاته یې کړه چې وسله وال طالبان به په زور قدرت ته ونه رسېږي.

امرالله صالح د ښېوې ولسوالۍ کې د وروستي برید قربانیانو کورنیو ته د تسلیم مراتب وړاندې کړل.
امرالله صالح د ښېوې ولسوالۍ کې د وروستي برید قربانیانو کورنیو ته د تسلیم مراتب وړاندې کړل.

صالح زیاته کړه: "دا شیطان صفته دښمن چې مونږ او تاسې لرو، کله چې دوی داسې غټ او ستر جنایت ترسره کوي، نو بیا غواړي چې له محلي نزاکتونو څخه کار واخلي او د خلکو په ذهنونو کې شک او وسوسې واچوي، چې ګوندې په دې کې د دوی لاس نه داعش یا بل څوک وو، دا مونږ نه منو، په دې کې هېڅ شک نشته چې زمونږ او ستاسې دښمنان معلوم دي چې هغه طالبان دي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم چې د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی و، د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۳۲ تنه وژل شوي وو او لسګونه نور وژل شوي وو.

که څه هم وسله والو طالبانو د امرالله صالح د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې د ښېوې د برید په اړه ویلي وو چې دغه برید د دوی په ډلې پورې اړه نه لري او په خبره یې چې غندي یې.

ښاغلي صالح چې نن یکشنبه سهار اته نیمې بجې ننګرهار ته رارسېدلی وو، د ښېوې د برید قربانیانو ته یې دعا وکړه او کورنیو ته یې د تسلیت په وړاندې کولو کې ډاډ ورکړ چې د دوی غړو ته به د افغان سرتېرو پشان امتیازات ورکړي او پاملرنه به ورته وکړي.

ده د قربانیانو له کورنیو وغوښتل چې وخت ورکړي تر څو د دغې پېښې په اړه چې څېړنې یې روانې دي، لا نورې څېړنې وکړي.

هغه وویل: "زه د ننګرهار شریفو خلکو او په خاص ډول د قربانیانو کورنیو ته عذر کوم او هیله ترې کوم چې حکومت ته مو وخت ورکړئ څو څېړنې بشپړې شي."

د یادونې وړ ده چې ښاغلي صالح نن د خپل سفر په ترڅ کې د غازي امان الله خان مقبرې ته ولاړ او د ګلونو د ګېډۍ په ایښودو یې له ځایي ولایتي ادارې مننه وکړه چې د غازي امان الله خان د قبر په رغولو کې یې زیار ویستلی دی.

امرالله صالح او د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د غازي امان الله خان پر مقبره د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته یې دعا وکړه.
امرالله صالح او د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د غازي امان الله خان پر مقبره د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

ویل کېدل چې امرالله صالح او ورسره راغلی پلاوی نن د ننګرهار له مخورو، مېرمنو او ځوانانو سره هم جلا جلا ناستې ولري.

XS
SM
MD
LG