د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۳۴

پنټاګون: د طالبانو پر وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوو


توماس کمپبل ویلي چې د هوکړې له مخې، که طالبانو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي امریکایي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې خپلو دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي.
توماس کمپبل ویلي چې د هوکړې له مخې، که طالبانو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي امریکایي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې خپلو دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت وایي چې د هغه هېواد ځواکونه به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ په هدف د طالبانو پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

د پنټاګون ویاند دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا تاسو به په تهاجمي بریدونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړئ او که نه؟

د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تهاجمي بریدنو سره هممهاله، د امریکا دفاع وزارت وایي چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د دفاع لپاره به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

د متحدو ایالیتونو د دفاع وزارت ویاند توماس کمپبل ویلي چې د هوکړې له مخې، که طالبانو د دوی همکاران یعنې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي امریکایي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې خپلو دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي کمپبل دا خبره د ازادي راډيود دې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا دوی به په تهاجمي بریدونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او که نه؟

هغه دغه شان ویلي، څرنګه چې د امریکا د دفاع وزیر وړاندې ویلي، که څه هم دا یوه طوفاني او لوړه ژوره جاده ده خو سیاسي هوکړه د جګړې د پای لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

له دې سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د ولسمشر غني د امر سر سم یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې تهاجمي بریدون پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېری پوځي عملیاتونه په خپلواک ډول تر سره کوي خو په هوایي برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده.

روح الله احمدزی
روح الله احمدزی

هغه زیاته کړه: "په هوایي برخه کې له موږ سره تل بهرني ځواکونه همکار دي، تر دې وړاندې هم په هوایي برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې ښه همکاري کړې ده او اوس یې چې بیا ژمنه کړې موږ یې منندوی یو."

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم د پوځي عملیاتونو په برخه کې د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغه کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان ازادي راډیو ته وویل، چې د امنیتي تړون له مخې امریکا باید له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاتوي: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم په بشپړه توګه سمبال او اکمال نه دي او اړتیا ده چې امریکا په هوایي عملیاتو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د وروستیو خونړیو بریدنو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د یرغلیز یا تهاجمي حالت خپلولو امر وکړ.

د ولسمشر غني دغه امر په ملي او نړیواله کچه بېلابېلو غبرګونونه راوپارل، ځينې په دې باور دي چې دا اقدام ممکن د افغانستان د سولې پروسه اغېزمنه او په دغه هېواد کې جګړه نوره هم توده کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تازه ویلي چې په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ ډول نظامي لاره نشته، بلکې سیاسي حل لاره او د سولې هوکړه به د جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو ښه لاره وي.

XS
SM
MD
LG