د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

غني دفاعي ځواکونو ته خطاب کې: وسله والو طالبانو ته خپل زور وروښیئ


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشراشرف غني د هېواد له ملي دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د وسله والو طالبانو ته خپل ته زور یا قوت وروښیي.

د روانې اوونۍ له دریو خونړیو بریدونو وروسته دا دوهم ځل دی چې افغان ولسمشر طالبانو ته د جګړې د تودولو خبرداری ورکوي خو ښاغلي غني پرون افغان کومانډو ځواک ته د وینا پرمهال د سولې لپاره د حکومت پر ژمنه هم ټینګار وکړ.

په کابل، ننګرهار او پکتیا کې د دې اوونۍ له خونړیو بریدونو وروسته چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا افغان ځواکونو ته امر وکړ چې خپلې تورې له تیکي راوباسي او د طالبانو پر ضد جګړه توده کړي.

ښاغلي غني پرون د غويي په ۲۵مه په کابل کې د ځانګړو عملیاتو د کومانډو په قول اردو کې د وینا پرمهال له ملي دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د هېواد دښمنانو ته خپل قوت وروښيي.

هغه زیاته کړه: "نن بیا دې اړتیا ده چې خپل پټ ځواک یعنې خپله توره له تیکې راوباسئ، هغه ورځ ده چې د افغانستان دښمن د افغان کومانډو د ځانګړي ځواک قوت وویني."

د فبروري په پای کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته د لنډې مودې لپاره د افغانستان په جګړو کې کموالی راغی خو د دې موافقې له مخې د حکومت او طالبانو ترمینځ د بندیانو د تبادلې د پروسې او د پسرلي له پیل سره سم طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه زیږنتون او د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د یوې جنازې پر مراسمو په بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي خو افغان حکومت د دواړو بریدونو پړه پر طالبانو واچوله او ولسمشر په همدې ورځ د فعال دفاعي حالت پای ته رسېدل اعلان کړل.

پرون پنجشنبې په ګردېز ښار کې پوځي محکمې او مستوفیت ته څېرمه موټربم بریدو وشو چې مسوولیت یې طالبانو ومانه.

په پکتیا کې د طالبانو له لوري موټر بم چاودنې ۴ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي
په پکتیا کې د طالبانو له لوري موټر بم چاودنې ۴ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي

طالبانو په یو بیان کې وویل چې دا برید یې د حکومت د اعلان په غبرګون کې کړې ده.

ولسمشر غني په خپلو پرونیو څرګندونو کې له یوې خوا طالبانو ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړ او له بلې خوا یې یوځل بیا د سولې په برخه کې د حکومت پر ژمنه ټینګار وکړ.

هغه وویل: "زه له همدې ځایه ورته وایم چې دلته وګورئ دا ټول زمریان دي او دوی ټول چمتو دي چې د زمري په څېر موده دوه څیرې کړي خو زموږ هدف د سولې لپاره د شرایطو برابرول دي. موږ له سولې نه په شا کېږو او دا مو هدف دی."

ځینې څارونکي او له هغې ډلې د جرمني پلازمېنه برلین کې د پوهنتون استاد اسحق اتمر وايي، د جګړو وروستۍ څپې افغان حکومت دې ته اړ کړی دی چې د وسله والو ډلو پر ضد یرغلیز یا تهاجمي عملیات اعلان کړي.

ښاغلی اتمر سپارښتنه کوي چې حکومت دې دا ستونزه له خپلو نړیوالو متحدانو سره هم شریکه کړي.

اتمر زیاته کړه: "زه فکر کوم د افغان مشرتابه باید له خپلو ستراتیژیکو دوستانو، متحدانو او ناټو سره دا خبره واضحه کړي چې د دې حالت دوام ته نورنو چمتو نه یو."

ښاغلی اتمر وايي، سره له دې چې حکومت او طالبانو د دوحې له موافقې وروسته د بندیانو د تبادلې بهیر پیل کړ خو وروستي بریدونه ښيي چې طالبان له امریکا سره د سولې تړون ته ډېر ژمن نه دي.

که څه هم طالبانو د کابل د برید په غبرګون کې وویل چې دا برید داعش ډلې د افغان حکومت د استخباراتو په مرسته کړی خو په افغانستان کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال مشر حکمت‌الله اعظمي د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، په هغو بریدونو کې چې مسوولیت یې داعش منلی دی هم د طالبانو د اړوندې حقاني شبکې سخت دریځي لاس لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG