د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

اشرف غني افغان ځواکونو ته پر 'طالبانو او نورو مشکوکو ترهګرو' د بریدونو امر وکړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پر طالبانو او نورو مشکوکو ترهګرو د بریدونو امر وکړ.

طالبانو پر دې پرېکړې اعتراض کړی دی.

افغان ځواکونه له څو میاشتو راهیسې په یو ډول دفاعي حالت کې وو. یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې افغان ځواکونه باید دفاعي حالت ته نه‌وی تللي ځکه چې دا د ضعف نښه ده او اوس هم تعرضي حالت ته ورتګ وار له مخه تیاریو ته اړتیا لري.

د افغانستان حکومت په کابل او ننګرهار کې له پرونیو خونړیو بریدونو وروسته چې په لسګونه کسان په‌کې ووژل شول، اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونه به پر طالبانو بریدونه وکړي.

کابل کې پر زېږنتون برید؛ ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

ننګرهار چارواکي: د ښېوې په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي

په کابل کې وسله‌والو پرون پر یوه نسایي او ولادي روغتون حمله وکړه او د ننګرهار په ښېوې ولسوالي کې په همدې ورځ د یوه سیمه‌ییز پولیس د جنازې پر مهال ځانمرګی برید وشو چې په دې دوو بریدونو کې لږترلږه ۴۲ تنه ووژل شول او تر ۹۰ ډېر ټپیان شول.

کابل کې په دشت برچي روغتون باندې د وسله‌والو برید
کابل کې په دشت برچي روغتون باندې د وسله‌والو برید

ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په یوه وېډیویي پيغام کې د کابل او ننګرهار د حملو مسؤل طالبان او داعش وبلل او ویې‌ویل چې تر دې وروسته به امنیتي او دفاعي ځواکونه تهاجمي حالت خپل کړي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو او ټولو ترورېستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفع کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوم چې د دفاعي حالت پر ځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن په وړاندې خپل عملیات پيل کړي."

ولسمشر غني زیاته کړه چې افغان ولس په هره بیه سوله غواړي او حکومت د دې غوښتنې په ځواب کې عملي ګامونه پورته کوي.

طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د کابل او ننګرهار بریدونه دوی نه‌دي کړي او تر دې وروسته د جګړو د شدت عواقب د "کابل ادارې" په غاړه دي.

د پوځي چارو پوه جنرال عتیق‌الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان حکومت مخالف وسله‌وال چریکي جګړه کوي چې نه‌یې وخت معلوم دی، نه‌یې استقامت او نه هم جبهه، نو افغان ځواکونو باید پخوا لا تهاجمي عملیات کولای او په دفاعي حالت کې نه‌راتلی.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې دا عملیات دفعتاً نه‌شي کېدای باید پلان ورته جوړ شي، دښمن دقیق تعیین شي، په وخت او زمان حمله وشي او دښمن تر اخري نقطې پورې تعیقب کړي، جنرال امرخېل وایي چې همدا د بریالیتوب لاره ده.

هغه وویل: "تنها د تعرض په واسطه موفقیت لاسته راځي. د تعرض په واسطه موږ ابتکار له دښمنه اخلو چې ابتکار مو له دښمنه واخیست موږ موفق کېږو، اما شرط‌یې دا دی چې تعرض په ټولو اساساتو ولاړ وي او دفاعي حالت له تلفاتو پرته بله نتیجه نه‌لري د دې لپاره له مدافع حالت څخه په چریکي جنګونو کې څه نه‌جوړېږي."

په قطر کې د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د هوکړې لاسلیک

وروسته تر دې چې د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ افغان چارواکو وویل چې ځواکونه‌یې په یو ډول دفاعي حالت کې دي، خو په دې موده کې د طالبانو حملې زیاتې شوې دي او طالبانو ویلي دي چې د سولې په تړون کې دوی دا ژمنه کړې ده چې یوازې به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه‌کوي او کله چې بین‌الافغاني خبرې پيل شوې هغه وخت به د خبرو پر مهال په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG