د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

کابل کې پر زېږنتون برید؛ ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي


حمله مهاجمان بر غرب کابل در یک زایشگاه
حمله مهاجمان بر غرب کابل در یک زایشگاه

د کابل په لویدیځ د دشت برچي په ملي ۱۰۰ بستریز روغتون د وسله‌والو په برید کې د یوه پولیس په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

دا پېښه نن نږدې لس بجې هغه مهال وشوه چې درې تنه وسله‌وال د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په روغتون ور ننوتل او د ناروغانو په ګډون یې په ملکیانو ډزې پیل کړې.

د ډزو پرمهال ټول وېرېدلي وو، او میندو د خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره چیغې وهلې.

د سه‌شنبې په ورځ نږدې لس بجې درې تنه وسله‌والو له سپکو او درنو وسلو سره د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په سل بستریز روغتون برید وکړ او پر ملکیانو یې ډزې پیل کړې.

په دې برید کې د ښځو او دوه نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

یو پولیس هم په دې پېښه کې ووژل شو.

د کابل په سویل کې پر روغتون برید
د کابل په سویل کې پر روغتون برید

د دې روغتون د زېږنتون برخه د بې پولي ډاکټرانو پورې اړوند ده.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنې دا موضوع په خپله ټویټرپاڼه تایید کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، امنیتي ځواکونو نږدې ۱۰۰ تنه ملکیان او د روغتون کارکوونکي چې درې بهرنیان هم په کې وو، ژغورلي دي.

طارق آرین
طارق آرین

هغه زیاته کړه: "متاسفانه ترهګرو د خپلو بشر ضد جنایتونو په دوام نن د برچي په ملي ۱۰۰بستریز روغتون برید وکړ، په دې برید کې ۱۴ تنه ووژل شول چې ۱۳ یې د روغتون ملکي کارکوونکي، ښځې او نوي زېږېدلي ماشومانو وو، زموږ یو امنیتي سرتېری هم په دې برید کې وژل شوی دی، برید د درې ترهګرو په وژلو سره پای ته ورسېد. "

هغه تصویرونه چې له دې پېښې کورنیو چارو وزارت خپاره کړي، ښيي چې امنیتي ځواکونه نوي زېږېدلي ماشومان چې جامې یې په وینو لړلي دي، ژغوري.

دې برید کې نږدې شپږ ساعته دوام وکړ.

د دې روغتون یو کارکوونکی وايي، وسله‌والو نظامي یونیفورم په تن و او مجهزې وسلې ورسره وې.

دشت برچي سیمه کې پر ۱۰۰ بستریز روغتون برید
دشت برچي سیمه کې پر ۱۰۰ بستریز روغتون برید

هغه زیاتوي: "زه ورته ډېر نږدې وم، دوه تنه وسله‌والو را باندې ډزې وکړې، ږېري یې خریلې وې، نظامي لباس یې په تن و، ما مې د خپل همکار لاس ونیو، پر هغه یې هم ډزې وکړې."

د پېښې یو عیني شاهد ازادي راډیو ته د دې پېښې بده کیسه کوي: "د روغتون له دننه خلکو منډې وهلې، هغه کسان چې له روغتون ژوندي را وتل چیغې یې وهلي چې ځانمرګي دي، یو تن یې په وینو لړلی را وویست، یو ماشوم یې په مغز ویشتلی و، د یوې مېرمنې کولمې را وتلې وې."

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دا برید د دوی کار نه دی.

دې برید پراخ غبرګونونه هم را پورته کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو دا برید غیر انساني او غیر اسلامي بللی دی.

XS
SM
MD
LG