د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض علت جګړې او سیاسي اختلافات ګڼي.
دا یو خپلواک کمېسیون دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر، کانګرس او د بهرنیو چارو وزارت ته په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه سلا مشوره ورکوي.
د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې ده چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بېثباتۍ او کورنۍ جګړې په ترڅ کې مذهبي ازادۍ اغېزمنې شوې دي.
د سې شنبې په ورځ د دې راپور د خپرېدو پر مهال د دې کمېسیون مشر ټوني پیرکنز د وېډیو کنفرانس له لارې جوړې شوې غونډې ته وویل: "زموږ اصلي موندنې او وړاندیزونه د هر هېواد لپاره د داخلي ترلاسه شویو اطلاعاتو، د حقیقت موندنې د سفرونو، تحقیقاتو، له حکومتي چارواکو سره د غونډو، د بشري حقونو له فعالانو سره او له مختلفو مذهبي مشرانو سره د لیدنو کتنو پر بنسټ ولاړې دي."
د افغانستان په اړه په دې راپور کې امنیتي ننګونې د مذهبي ازادیو د مخنیوي اساسي علت ګڼل شوی دی.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تېر کال روانې وې د افراطي ډلو له لوري په ځانګړي ډول د طالبانو او داعش لهخوا حملې کېدې چې دې بریدونو د ټول افغانستان ثبات تهدیداوه او په ځانګړي ډولیې شیعه له خطر سره مخامخ کړي وو.
په راپور کې راغلي چې د شیعهوو پر ضد د ترهګرو بریدونه په وروستیو کلونو کې زیات شوي دي د هغوی پر مشرانو، سیمو، کورونو، مراسمو او تکیهخانو حملې ډېرې شوې دي او دې بریدونو د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې هم ادامه پيدا کړه.
د راپور له مخې ترورېستي بریدونو د مذهبي اقلیتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) راپور ورکړ چې په دې کال کې د تېر کال په څېر څه باندې ۸۲۰۰ ملکیان د غیر حکومتي ډلو له لوري وژل شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو د نړیوال کمېسیون په باور د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې ترورېستانو بریدونه په افغانستان کې سخت کړل ځکه چې دوی د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې له خبرو سره مخالف دي.
دې کمېسیون بیا د تېر کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اشاره کړې ده چې ورسره د افغاني ټولنې دننه اختلافاتو ته لمن ووهل شوه.
په راپور کې بیا راغلي دي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان هڅې وکړې چې له مذهبي اقلیتونو سره د نهبرابرۍ مخه ونیسي.
د طالبانو رژیم له سقوط وروسته په سیاسي او اجتماعي ډګرونو کې د شیعهوو دریځ پیاوړی شوی دی او د دوی ځینو غړو مهمې حکومتي څوکۍ نیولې دي، په رسنیو کې یې ځای پيدا کړی او په شخصي کاروبارونو کې یې ونډه پراخه شوې ده.
له ۲۰۱۶ کال راوروسته هندوانو او سېکهانو په پارلمان کې استازیتوب پيدا کړی دی او دوی یو شمېر کسان په حکومتي دندو ګمارل شوي دي.
د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د افغانستان حکومت هغو هندوانو او سېکهانو ته چې له اصله افغانان دي او په هند کې اوسي دا امتیاز ورکړ چې له ویزې پرته افغانستان ته سفر کولای شي.
د طالبانو په وخت دغو اقلیتونو په ښکاره خپل عبادت نهشوی کولای او تر سخت فشار لاندې وو. په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د مذهبي اقلیتونو د امنیت لپاره په وروستیو کلونو کې یو لړ ګامونه واخیستل، مثلاً د شیعه مېشتو په سیمو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړل، د عاشورا د مراسمو پر مهالیې شیعهوو ته اجازه ورکړه چې د پولیسو تر قوماندې لاندې دې د خپلو خلکو د امنیت په تأمینولو کې همکاري وکړي چې د دې هڅو له امله د شیعهوو پر مراسمو بریدونه کم شول، خو د دې لپاره چې حکومت د افغانستان پر ټولو سیمو کنټرول نهلري، اداري فساد شته او د امنیتي ځواکونو ظرفیتونه کمزوري دي چې په دې ډول د مذهبي اقلیتونو د حقوقو په برخه کې د حکومت هڅې په مجموع کې اغېزمنې شوې دي.