د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

'د هندوانو او سېکانو پر مذهبي ځایونو ۵۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي'


د هندوانو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار سندپال سنګ خالصه
د هندوانو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار سندپال سنګ خالصه

د افغانستان حکومت سږ کال په ملي بودجه کې ۵۰ میلیونه افغانۍ د هندوانو او سېکانو د مذهبي ځایونو د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوي دي.

افغان هندوان او سېکان وايي، ورځ تر بلې په افغانستان کې د خپل ژوند لپاره هیله‌مندېږي.

دوی دا ځای د خپل پیدایښت او راتلوونکې نسل کور ګڼي.

د هندوانو او سېکانو لپاره د ولسمشر ځانګړی سلاکار سندپال سنګ خالصه ازادي راډیو ته وویل، هغه بودجه چې په راتلوونکې کال کې به پرې د هندوانو او سکانو مذهبي ځایونه ورغول شي، ۵۰ میلیون افغانۍ ده.

هغه زیاته کړه: "موږ د ولسمشر منندوی یوو چې دا احساس یې را کړ چې د برابرۍ اصل شته، خوشبختانه ولسي جرګې ته د نرندر سنګ خالصه د تګ وروسته، داسې مهال چې ۱۳۹۸ کال کې موږ لپاره ۲۰ میلیون افغانۍ ځانګړې شوې وې، سږ کال دا رقم ۵۰ میلیون افغانۍ ته رسېدلی، موږ د حج او اوقافو وزارت سره خبرې وکړې چې هېڅ ستونزه نه‌شته، د بیا رغونې کارونه روان دي، هغه عبادت ځایونه چې تاریخ لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي، د دې پروګرام په چوکاټ کې شامل کې دي."

د افغانستان دا مذهبي لږکي په کابل، غزني، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندز او بغلان کې مېشت دي.

دوی اوس‌مهال په ټول افغانستان کې ۶۳ عبادت ځایونه او درمسالونه لري چې له دې شمېر ۶ یوازې په کابل کې دي.

ښاغلی خالصه وايي، ډېری دا عبادت ځایونه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ویجاړ شول او یو ډېر شمېر یې هم کلونه کېږي چې بېرته نه دي رغول شوي.

د ده په خبره، د دوی یو شمېر تاریخي عبادت ځایونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تاریخي ابداتو کې ثبت دي چې بیا رغونې ته اړتیا لري.

د افغانستان د اهل هنودو او سېکانو لپاره د ولسمشر سلاکار له قوله، د افغانستان حکومت د دې مذهبي لږکیو د تاریخي او مذهبي ځایونو د رغونې لپاره د بودجې د ځانګړي کولو لپاره لومړی ګام په ۱۳۹۸ کال کې پورته کړ.

ښاغلی خالصه وايي، ولسي جرګې ته د نرندر سنګ خالصه له لار موندلو وروسته، دوی ته پام زیات شوی دی تر دې چې سږ کال ورته په بودجه کې هم ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې، هغه ټکی چې د دوی په خبره، د افغانستان د راتلوونکې لپاره هیله‌مندي زیاتوي.

سندیپ سنګ چې د کارتې پروان په درمسال کې اوسي وايي، د خپل عبادت پر مهال د افغانستان د امنیت لپاره دعا کوي او د هغې ورځې په هیله دی چې ماشومان یې زده‌کړه وکړي او د دې هېواد لپاره خدمت.

کابل کې سندیپ سنګ په خپل عبادت ځای کې د عبادت پرمهال
کابل کې سندیپ سنګ په خپل عبادت ځای کې د عبادت پرمهال

هغه زیاتوي: "موږ ډېر هیله‌مند یوو، دې کار دا وښوده چې موږ افغانانو یوو، زموږ ټول هغه عبادت ځایونه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ویجاړ او وسوځېدل، اوس بېرته رغول کېږي، دا یو ښه کار دی، دا چې پاملرنه زیاتېږي، هیله‌مندي هم ډېرېږي، اولادونه به مو خپل وطن ته خدمت وکړي، راتلوونکې ته هیله‌مند یوو خو په تمه یم چې دا وضعیت هم بدل شي."

دا په داسې حال کې ده چې پر دې مذهبي لږکیو د وروستیو بریدونو وروسته، بهر ته د دوی د کډوالۍ بهیر هم پیل شو.

په ننګرهار کې پر ملکیانو په یوه ځانمرګي برید کې د ولسي جرګې لپاره د دې مذهبي لږکیو پخواني نوماند اوتار سنګ په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.

له دې پېښې وروسته، په دې برید پورې د تړلي کورنیو ۱۱ تنو افغانستان پرېښود، هند او کاناډا ته ولاړل.

خو اوس د افغانستان د اهل هنودو او سېکانو لپاره د ولسمشر سلاکار سندپال سنګ وايي، د دې پروګرام له پیل وروسته، له افغانستان د دې مذهبي لږکیو د وتو کوم څه نه شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG