د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د مذهبي ازادیو کمېسیون: افغانستان کې مذهبي ازادي محدوده شوې


په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا کمېسیون وايي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو، القاعده، داعش او نورو افراطي ډلو د فعالیت د پراختیا له امله امنیتي وضعیت خراب شوی او د خلکو مذهبي ازادي محدوده شوې ده.

د امریکا کمېسیون په نړۍ کې د مذهبی ازادیو په اړه په خپل کلني رپوټ کې چې روانه میاشت خپور شوی، ویلي چې د افغانستان دولت د نړیوالې ټولنې له ملاتړ سره هم د خپلو خلکو امنیت نه شي ټینګولای.

رپوټ زیاتوي:

"د افغانستان دولت د دې هېواد د اساسي قانون او نورو قوانینو په موجودیت کې هم د مذهبي ازادیو د خوندیتوب لپاره نړیوال معیارونه تر پښو لاندې کوي."

په نړۍ کې د مذهبي ازاديو په اړه د امریکا د کمېسیون له نظره په افغانستان کې په تېره یوه لسیزه کې د مذهبي ازادیو په ارتباط د خلکو په وضعیت کې ستر بدلون نه دی راغلی.

د مذهبي ازادیو په اړه دا رپوټ وايي:

"د افغانستان د وګړو لږ تر لږه ۸۴ فیصده سنیان او له ۱۰ تر ۱۵ فیصده شیعه ګان دي، په افغانستان کې د هندونو، سیکانواو مسیحیانو کوچنۍ ټولنې هم شته چې تر یو فیصد نه زیاتېږي."

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا د کمېسیون رپوټ زیاتوي چې د افغانستان اساسي قانون د خلکو د مذهبي ازادیو په خوندي کولو کې ناکام شوی او د قانون دې برخې ته چې "په افغانستان کې مېشت غیر مسلمان افغانان خپل مذهبي مراسم، د قانون په چوکاټ کې په ازادۍ ترسره کولای شي او دې بند ته چې "اسلام د دې هیواد رسمي دین دی" اشاره شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې د قانون دا برخې دولت او په افغانستان کې یو شمېر مهذبي کړیو داسې تعبیر کړې چې د خلکو مذهبي ازادۍ یې محدودې کړې دي.

د امریکا کمېسیون وايي، د افغانستان اساسي قانون او د جزا قانون په ځیني مواردو کې کافي صراحت نه لري لکه له اسلامه وتل یا د مذهب بدلول.

په قوانینو کې داسې مبهمو موادو د افغانستان محاکمو ته اجازه ورکړې چې په ځانګړو مواردو کې پر اسلامي شریعت اتکا وکړي، متهمین په مرګ محکوم کړي او له شرعي احکامو خپل تعبیر پر خلکو تحمیل کړي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا کمېسیون په خپل رپوټ کې وايي چې د افغانستان هندوان او سیکان ځورول کېږي او په ډېرو مواردو کې تبعیض ورسره کېږي.

د سیکانو او هندوانو یوې غیر دولتي ټولنې د امریکا کمېسیون ته ویلي چې په افغانستان کې د سیکانو د کورنیو شمېر تر ۱۰۰۰ کم دی او د دې هېواد هندوان ټول وتلي دي.

په کابل کې ۴۰ کاله مخکې د سیکانو اوهندوانو د کورنیو شمېر تر ۵۰ زره زیات وو خو اوس یوازې یوه ګورودواره فعاله ده.

په افغانستان کې ډېر کم شمېر مسیحیان د وسله والو طالبانو له ویرې پټ دي او حتی خپل مذهبي مراسم په ازادۍ نه شي تر سره کولای.

که څه هم تېرکال په افغانستان کې د هیڅ مسیحي وګړي د نیول کېدو خبر نه دی ورکړ شوی خو داسې ګڼل کېږي چې د دې هېواد زیات مسیحیان هند ته تښتېدلي دي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د امریکا کمېسیون وايي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته کړې او د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه به یې ۱۰ زره عسکر په دې هېواد کې پاتې شي.

دا اداره په خپل رپوټ کې د امریکا حکومت ته وړاندیز کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني ته د مذهبي ازادیو د اهیمت یادونه وکړي او افغان دولت وهڅوي چې د افغانانو مدني حقوق مراعت کړي او د ټولو مذهبونو پیروانوته د ازاد ژوند امکان برابر کړي.

دوهم وړاندیز دا دی چې د افغانستان پر دولت فشار راولي څو په اساسي قانون کې داسې بدلون راولي چې د مذهب، عقیدې او بیان ازادۍ له نړیوالو اصولو سره مطابقت پیدا کړي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا حکومت باید دا تظمین واخلي چې د افغان حکومت او وسله والوطالبانو په سوله کې د بشري حقونو درناوي وشي.

دواړه لوري باید ډاډ ورکړي چې په دې اړه به یوازې د افغانستان پر اساسي قانون اتکا نه کېږي بلکې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه مراعت کېږي.

XS
SM
MD
LG