د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د هندوانو او سکهانو په وتلو به د هېواد تاریخي او کلتوري غنا څومره زیانمنه شي؟


کاناډا غواړي هغو افغان سکهانو او هندوانو ته چې په افغانستان کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي، پناه ورکړي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر احمدحسین ویلي دي چې کاناډا ته د سلګونو افغان سکهانو او هندوانو د استولو طرحه په وروستي پړاو کې ده او د نوي کال له پیله به یې عملي کول پیل شي.

د ځینو غیر رسمي احصائیو له مخې په نويېمه میلادي لسیزه کې په افغانستان کې شااوخوا ۲۵ زره هندوان او سکهان اوسېدل، خو اټکل کېږي چې د دوی شمېر به اوس مهال دوه زره وي.

په تېرو څو کلونو کې په تېره د کورنۍ جګړې په اوږدو کې، د زیات شمېر افغان هندوانو او سکهانو کورونه، جایدادونه او معبدونه غصب شول او د زور زیاتي له کبله زیات شمېر له هېواده وتلو ته اړ شول.

خو اوس که بیا په ډله ییز ډول له هېواده ووځي، د افغانستان تاریخي او کلتوري غنا به څومره زیانمنه شي؟ په دې اړه احمدتکل د سرحدونو او قبایلو په چارو کې د افغان ولسمشر له سلاکار غفور لېوال سره مرکه کړې ده.

ښاغلي لېوال د مرکې په پیل کې هیله څرګنده کړه چې د دې کار د مخنیوي هڅه وشي.

د دې مرکې داورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG