د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

افغان سکان او هندوان وايي، له دوی سره باید تبعیضي چلند ونه شي


په کابل ښار کې مېشت هندوان او سکان وايي، د افغانستان په روانو ناوړو شرایطو کې خپل د افغان ورونو ترڅنګ ولاړ دي، قربانۍ یې ورکړي بیا هم هر ډول قربانیو ته حاضر دي، خو له حکومته یې هیله ده چې د دوی کوم ملکیتونه چې ځینو کسانو په زور، پلمو او جعل سره خپل کړي، بېرته ورکړل شي او له دوی سره دې له تبعیضه هم ډډه وشي.

دوی دا خبرې د جمعې په ورځ د کابل ښار د هندوانو د کارته پروان په درمسال کې د دوی د مذهبي جشن د لمانځلو په غونډه کې وکړې.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وویل:

"زموږ اساسي ستونزې چې په ځینو ځایونو زموږ پر وړاندې اعمال کېږي او دا یو درد دی چې موږ ورسره مخ یو، بله د مړو د سوزولو ځایونه یا هندو سوزان دی له کابو ۱۶ کالو راهیسې یې نه لرو."

د کابل ښار د مېشتو هندوانو اوسکانو د مذهبي لارښود بابا نانک د۳۲۰مې کالیزې د لمانځلو غونډې ته یو شمېر دولتي چارواکي هم بلل شوي وو.

د هندوانو او سکانو مذهبي جشن هر کال د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د حمل د میاشتې په وروستیو او یا د ثور په لومړیو ورځو کې لمانځل کېږي.

د افغانستان هندوان اوسکان له سلګونو کلونو راهیسې د دې هېواد تابعیت لري.

په افغانستان کې له ناامنیو مخکې،د هندوانو او سکانو زرګونه کورنۍ په کابل، خوست، کندر، پکتیا، ننګرهار، پروان، کندهار او داسې نورو ولایتونو کې مېشتې وې، خو اوس یې په ټول افغانستان کې د کورنیو شمېر څو سوو ته راټیت شوی دی.

اوس د افغانستان هندوان او سکان د ناامنیو له امله، اکثره هندوستان ته کډه شوي دي .

د هندوانو او سکانو د مذهبي جشن په غونډه کې د افغانستان د قومونو، قبایلو او سرحدونو د چارو د وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي په خپلو خبرو کې ومنله چې د هېواد په روانو نا امنیو کې هندوانو اوسکانو ته هم د سرومال زیانونه رسېدلي، خو تاکید يې وکړ چې افغان حکومت د افغان هندوانو او سکانو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی:

"موږ د افغانستان اهل هنود او سکان بیل نه دي ګڼلي، دوی افغانان دي او افغان حکومت د دوی د حقونو لپاره. د دوی په خدمت کې دی، په جنګونو کې د دوی جایدادونه ونیول شول، موږ د دوی د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کړي دي، موږ له ټولو ادارو څخه غواړو چې د دوی پر وړاندې له تبعیض څخه کار وانه خیستل شي."

سربېره پر دې د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت استازي د اسلام د دین د احکامو له مخې له دوی سره زورزیاتی او تبعیض ناروا وباله او هیله یې وکړه چې دوی ته دې د یوه افغان په نظر وکتل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG