د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

ځینو سناتورانو په ولسي جرګه کې هندوانو ته د کرسۍ دنه ورکولو پرېکړه ناسمه وبلله


یو شمیر سناتوران وایي د اساسي قانون له مخې افغان هندوان په ولسي جرګه کې د یوې څوکۍ د لاسته راوړلو حق لري او په دې اړه یې د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه ناسمه و بلله.

ولسمشر حامد کرزي څو میاشتې مخکې یو فرمان صادر کړی و؛ څو په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ هندوانو ته ځانګړې شي.

خو ولسي جرګې د شنبې په ورځ دا فرمان رد کړ.

دوو سناتورانو انارکلي هنر یار او لیلمی احمدي د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د پریکړې په اړه خپل نظرونه داسې څرګند کړل:

"هغه فیصله چې پرون په ولسي جرګه کې وشوه د ولسمشر د تقنیني فرمان پر اساس زه دا مساله غندم، ځکه چې زه فکر کوم دا یوه تبعیض آمیزه فیصله وه.

ولسي جرګې چې پر کوم تقنیني فرمان بحث درلود؛ په دې اړه د سنا مجلس هم باید خپل غږ پورته کړي او د اقلیتونو حقونه باید په نظر کې و لرو."


د افغانستان ولسي جرګه دوه سوه نهه څلویښت غړي لري.

ولسمشر حامد کرزي فرمان ورکړی چې؛ د ولسي جرګې یوه څوکۍ دې اضافه شي او د هېواد هندوانو او سکانو ته دې ځانګړې شي.

دا فرمان ورورسته له هغې ورکړل شو چې؛ د هیواد هندوانو او سکانو د بیلابیلو ستونزو په اړه شکایتونه وکړل.

په ولسي جرګې کې له دې فرمان سره مخالف وکیلان استدلال کوي؛ چې د ولسي جرګې څوکۍ ته باید یوازې په انتخاباتو کې د ازادې سیالۍ له لارې څوک لاره پیدا کړي.

د مشرانو جرګې په یو سلو دوه څوکیو کې اوس هندوان او سکان یو انتصابي غړی لري.

اخوا د مشرانو جرګې رییس، فضل الهادي مسلم یار وویل؛ هرکله چې دا موضوع مشرانو جرګې ته راجع شي؛ په اړه به یې پریکړه وشي:

"د اقلیتونو او هندوانو د تقنیني فرمان په رابطه، دا به د مراحلو د سرته رسولو لپاره مشرانو جرګې ته راځي او دا بیا د تالار پرېکړې پورې اړه لري چې؛ په کوم نظر دې فرمان ته ګوري."

مشرانو جرګې دغه راز ټينګار و کړ؛ چې د هېواد د اقلیتونو حقونو ته باید جدي پاملرنه وشي او د نقض کېدو مخنیوی یې وشي.

افغان هندوان هم وایي، دوی د افغانستان تابعیت لري، د دې ټولنې یوه برخه ده او په کار ده په ملی شورا او نورو دولتی ارګانونو کې ورته ونډه ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG