د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

ننګرهار کې هم افغان هندوانو د کابل پېښې غمرازۍ کې د هولي جشن لغوه کړ


هولي یا د رنګونو جشن د هندوانو او سکهانو ملي او مذهبي جشن دی چې هر کال د پسرلي موسم په راتګ سره د میلادي کال مارچ میاشت کې لمانځل کېږي.

په دې دود کې هندوان او سکهان خپلو دوستانو سره راټولېږي، نوې جامې کوي، مختلف تېز رنګونه پر یو او بل شيندي او دارنګه خپلې ځانګړې موسیقۍ ته نڅاوې کوي.

د ننګرهار هندوان او سکهان هر کال دا جشن په شاندارو مراسمو لمانځي خو سږ کال‌يې دا مذهبي جشن د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د خونړۍ پېښې قربانیانو سره په غمرازی کې لغو کړ.

د جلال‎اباد د سکهانو قوم په استازولی امير سنګهـ خوګياڼيوال ازادي راډيو ته وویل، دوی د دې جشن د نه‌لمانځلو پرېکړه ځکه کړې چې دوی ټول د نورو افغانانو سره په غم او خوشالۍ کې ځان شریک ګڼي.

نوموړی وايي:

"موږ هر کال د هولي مراسم لمانځو خو سږ کال موږ د کابل د حادثې په خاطر د هولي پروګرام ونه‌لمانځلو ځکه زموږ غم او ښادي سره شریکه ده که زموږ نور افغانان خوشحاله وي موږ هم خوشاله يو او که زموږ نور افغانان خفه وي موږ هم خفه یو."

نوموړی وايي، که هېواد کې امنيت خوندي شي، خلک به په ارامه فضا کې ژوند وکړي دا د دوی لپاره هم هولي ده او هم اختر.

دی زیاتوي:

"چې امنیت وي هر څه وي هم هولي وي هم اختر چې امنیت نه‎وي هېڅ نه‌شته اوس موږ د همدې کابل حادثې په خاطر دا جشن ونه‎کړ."

د جلال‎اباد د درمسال يو بل اوسېدونکی منور سنګهـ د هولي جشن په اړه وايي، دې ورځې ته ځوانان، سپين‎ږيري او ماشومان ټول په میاشتو میاشتو انتظار باسي او ټول د دې ورځې د لمانځنې لپاره چمتوالی نيسي.

دی وايي، سږ کال هم دوی نوې جامې کړې وې او مختلف رنګونه‌يې هم راوړي و خو دا چې کابل کې وروستۍ خونړۍ پېښه وشوه دوی د جشن نه تېر شول.

منور سنګهـ زیاته کړه:

"هولي هر کال کې زموږ یوه ورځ وي، دې لپاره موږ تیاری نیسو خو سږ کال د کابل د حادثې لپاره موږ دا پروګرام ونه‎کړ نور نو هر کال ماشومان او لویان ټول دې ورځې لپاره جامې کوي تیاریانې نیسي لکه اختر غوندې."

که له یوې خوا د ننګرهار هندو مذهبه خلک د نورو افغانانو سره د غمرازۍ په خاطر له خپل ملي مذهبي جشن د لمانځلو نه تېرېږي خو بل‎خوا بیا د دې ولایت په شاهي ماڼۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت کنسرت ورکول کېږي.

مدني فعال او د ننګرهار پوهنتون استاد انجنير راحت ګل زیارمل د کابل د خونړۍ پيښې وروسته په شاهي ماڼۍ کې کنسرت د ولایتي ادارې بې‌غوري ښکاره کوي خو په خبره‌يې افغان هندوانو او سکهانو وښودله چې دوی د وطن په هر درد دردمن دي.

نوموړی وايي:

"پر شهید سردار محمد داود خان روغتون د برید وروسته د نورو افغانانو سره د غمرازۍ په خاطر افغان هندوانو او سکهانو خپل د هولي جشن لغوه کړ خو متأسفانه زموږ د ولایتي چارواکو د بې‌غورۍ له امله د کابل پېښې یوه ورځ وروسته د مارچ د اتمې په لمانځ‌غونډه کې کنسرت ورکړ چې دا د بې‌غورۍ وروستی حد دی."

نه‌یوازې ننګرهار بلکې کابل او نورو ولایتونو کې هم افغان هندوانو او سکهانو د کابل د وروستي برید قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د درناوي په خاطر خپل د هولي سږنی دودیز جشن لغوه کړ.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG