د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

افغان هندوان او سېکهان: د جلال‌اباد چاودنې افغانستان کې بې‌سرپرسته کړو


افغان هندوان او سېکهان وايي، د جلال‎اباد په چاودنه کې يې د سر مشران وژل شوي او دوی نور په افغانستان کې بې‌سرپرسته شوي دي.

په افغانستان کې دا ځل چاودنې داسې خلک په نښه کړي چې په دولت کې څه خاصه ونډه نه‎لري، لازمه حکومتي پاملرنه ورته نه‎ده شوې او وخت په وخت د خلکو له‎خوا ځورول شوي دي.

افغان هندوان او سېکهان وايي چې له‎دې ټولو سره دوی ځان د دې ټولنې یوه نه‌بېلېدونکي برخه ګڼي، خو وروستۍ چاودنې چې دوی یې پلان شوې ګڼي، وېرولي دي.

نرېندر سنګهـ خالصه چې پلار يې اوتار سنګهـ خالصه د سېکهانو د ټولنې مشر و، خو اوس د دوی په منځ کې نه‌شته د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان هندوانو او سېکهانو د جلال‎اباد په چاودنه کې د سر مشران له لاسه ورکړي او دوی ټول بې‌سرپرسته شوي دي.

نوموړی وايي:

"که موږ هر څه او هر عدالت هم وغواړو نه‌کېږي، ځکه چې دا افغانستان دی، یوازې خبرې درته کوي چې موږ به ستاسې لپاره دا دا وکړو. په حقیقت کې موږ ټول مشران له لاسه ورکړل، نور موږ نه کوم رئیس او نه کوم مشر لرو، ټول دکانداران پاتې یو چې په ۱۰-۱۲ زره افغانیو کار کوو، نور دلته موږ ته څه نه‎دي پاتې."

اوتار سنګهـ خالصه د سېکهانو د ټولنې مشر او راتلونکې ولسي جرګې ته کاندید او د دوی د ټولنې لومړی مرستیال راجیت سنګهـ د وژل شویو ۱۷ افغان هندوانو او سېکهانو په منځ کې دي.

په‎دغه انتحاري حملې کې چې تېره ورځ د جلال‎اباد ښار په مخابراتو چوک کې وشوه، د افغان هندوانو او سېکهانو تر څنګ دوه نور افغانان هم په‎کې وژل شوي دي.

دا په افغان هندوانو او سېکهانو بې‌سارې حمله ګڼل شوې چې په پراخه کچه غبرګونونه‌يې هم راپارولي دي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې له پیله مخکې دا حمله ستر جنایت وباله ويې‌ویل چې د پېښې عاملین باید پیدا او ونیول شي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو افغان فعالانو د دغې پېښې په اړه ډېر څه لیکلي او د وژل شویو افغان هندوانو او سېکهانو سره‌یې غم‌شریکي کړې ده.

عزیز خان هوتک په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي:

"اخخخ! تر ټولو عاجز او فقیر انسانان مو تر برید لاندې ونیول."

افغان لیکوال مجیب احساس بیا لیکلي:

"د ننګرهار په چاودنه کې د افغان هندوانو سېکهانو وژنې وښوده چې دا ناولې جګړه د مذهب نه، بلکې د انسانیت پر ضد جګړه ده."

له دې سره د ننګرهار یو مدني فعال راحت ګل زیارمل وايي، افغان هندوان او سېکهان د افغانستان په تېره د ننګرهار رنګونه دي چې له ټولو محدودیتونو او نه‌پاملرنې سره سره‌يې له مسلمانانو سره همدردي لرله.

د پېښې یو قرباني
د پېښې یو قرباني

دی وايي:

"دوی زموږ لپاره دا خپل مذهب دومره نرم کړی و چې دوی په خپلو خاصو ورځو کې هم د مسلمانانو د مذهبي امورو لپاره په ارزښت قایله دي، همدا تېره روژه چې ګرمي زیاته وه، دوی به هر ماښام د خپل درمسال شااوخوا په مسلمانانو باندې اوبه، جوس او نور شیان وېشل، تېر کال چې په ۴۰۰ بستریز روغتون حمله وشوه، په سبا د دوی د هولي اختر وو، خو دوی د غمشریکۍ په خاطر دا اختر جوړ نه‎کړ."

ښاغلی زیارمل وايي، بې له شکه چې دوی به وېرېدلي وي، خو افغان هندوانو او سېکهانو ورته ویلي چې دا ډول پېښې به له نورو افغانانو سره د دوی په راشه درشه او کلتوري اړیکو کې هېڅ ډول منفي پدلون رانه‌ولي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG