د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

روغتیايي مسؤلین: د جلال اباد موټر بم چاودنه کې ۱۹تنه وژل شوي


د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، تر پرون یکشنبې د جلال‎اباد ښار په موټر بم برید کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته ورسېد.

په ننګرهار کې د پروني موټر بم برید اکثر وژل شوي او ټپیان افغان سکهان دي.

دا خبره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کامه‎وال تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه:

"په تأسف سره ووایم، کومه پېښه چې په جلال‎اباد ښار کې شوې موږه ۱۹ تنه اجساد لرو او ۲۱ تنه هم ټپیان لرو. ۱۳ تنه اجساد موږ ثابت کړي چې اهل هنود وروڼه دي. د څلورو هویت نه‎دی ثابت چې فکر کوو دا به هم اهل هنود وروڼه وي. ۲۱ تنه ټپیان دي چې ۷ تنه یې اهل هنود وروڼه دي. ۴ تنه تر تداوي وروسته رخصت شول او نور ټپیان تر جدي مراقبت لاندې دي."

ارشیف

ښاغلي کامه‎وال وویل، د ټپیانو درملنه روانه ده او یوازې د یوه ماشوم وضعیت نازک دی.

په جلال‎اباد ښار کې موټر بم برید پرون په مخابراتو څلورلاري کې ډېری هغه کسان هدف ګرځولي چې له شاهي ماڼۍ نه د افغان ولسمشر اشرف غني له لیدنې وروسته بېرته راګرځيدلي وو.

په‎دې ډله کې د اوتار سنګه په مشرۍ د افغان هندوانو او سکهانو یوه ډله هم شامله وه.

اوتار سنګه د افغان سکهانو او هندوانو د شورا مشر او د دوی له ډلې د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازینی کاندید و.

د ننګرهارد عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب‎الله کامه‎وال د اوتار سنګه وژل کېدل تأیید کړل:

"دا اوسه پورې چې موږ ته دیارلس تنه مړي مشخص شوي دي په‎دې کې اوتار سنګه په نوم چې موږ هم اوریدلي چې ولسي جرګې ته نوماند و هغه هم په‎کې شامل دی."

اوتار سنګه موده مخکې له ازادي راډيو سره هم خبرې کړې وې چې ویل یې د خلکو د خدمت لپاره د ولسي جرګې انتخاباتو ته کاندید شوی دی:​

ولسي جرګې ته لومړنی سیکهـ کاندید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

"له هر ځای چې ماته کوم پیغام راغلی او زموږ په خلکو کومه ستونزه راغلې ما دا نه‎دي ورته ویلي چې دا شپه ده که ورځ ده، غرمه ده که ماښام دی ورته وتلی یم ځان باندې قرباني منلې او خدمت مې کړی. زما ارزو دا نه‎ده چې یوازې سکه یا هندو ته خدمت وکړم زما هیله دا ده چې د افغانستان په ولسوالیو کې په ولایتونو او کلیو کې خلک خپلو حقونو ته ورسوم."

په وژل شوېو کې په اوتار سنګه سربېره د ځینو رپوټونو په اساس د راوېل سنګه او اقبال سنګه په څېر د افغان سکهانو او هندوانو د سرځینې نور کسان هم شامل دي.

په ننګرهار کې په‎داسې حال کې عام افغانان په یوه برید کې ووژل شول چې ویل کېدل په جلال‎اباد ښار کې د ولسمشر اشرف غني د سفر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

صفي‎الله ستانکزی

  • پخواني معلومات

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې په نننۍ انتحاري حمله کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب کامه وال ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو ۱۲ اهل هنود افغانان، دوه امنیتي سرتېري او پاته یې عام وګړي دي.

پخواني معلومات

په جلال اباد کې ننني ځانمرګي برید ۱۵ تنه وژلي ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي

د ننګرهار روغتیايي مسؤلین وایي چې نن یکشنبه شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې کې د ځانمرګي برید له امله ۱۵ تنه وژل شوي او تر شلو پورې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند انعام الله میاخېل وایي چې په وژل شویو کې اته تنه اهل هنود، دوه تنه مسلمانان او د پنځو نورو جسدونه سوځېدلي چې له پېژندلو وتلي دي.

پخواني معلومات

په جلال اباد ښار کې موټر بم چاودنې ۱۲ تنه وژلي او پنځه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن یکشنبه شااوخوا درې نیمې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې کې موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې لس تنه وژل شوي او تر شلو نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې زیات د اهل هنودو «سیکانو» مشران شامل دي.

دی وایي چې د اهل هنودو مشران شاهي ماڼې ته ولسمشر محمد اشرف غني سره د ملاقات لپاره بلل شوي وو چې له غونډې څخه تر راوتلو وروسته په ښار کې ورباندې چاودنه شوې.

پر همدې مهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه پنځه مړي او تر شلو ټپیان وروړل شوي دي.

د پېښې مسوولیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چاوراکو په جلال اباد ښار کې نننۍ چاودنه تائید کړه.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې یاده چاودنه نن یکشنبې ماسپيښن مهال د جلال اباد ښار په مخابراتو څلور لارې کې شوې ده.

نوموړي په دې چاودنه کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل.

پر همدې مهال د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست مطبوعاتي څانګې ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه اته ټپیان او یو جسد وروړل شوی دی.

دغه چاودنه په جلال اباد ښار کې پر داسې مهال شوې چې نن دغه ولایت ته د ولسمشر غني د تګ سره د ښار ګڼ دوکانونه د خلکو پرمخ تړل شوي وو.

پخواني معلومات

په جلال اباد ښار کې چاودنه شوې.

تر دامهاله د دغه چاودنې نوعیت او هدف نه دی معلوم، په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې چاودنه په جلال اباد ښار کې د مخابراتو له څلور لارې سره شوې ده.

عیني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ ډېر قوي وو.

تر دامهاله ددغه چاودنې تلفات نه دي معلوم.

داپه داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن دغه ولایت ته تللی دی.

ددغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG