د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

معترض ماشومان: په ولسي جرګې کې هندوانو او سکانو ته دې کرسۍ ورکړای شي


لسګونو تنو ماشومانو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا مخې راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې، افغان هندوانو او سکانو ته باید په ولسي جرګې یوه څوکۍ ورکړل شي.

د بیلابیلو ماشومانو دا اعتراضي غونډه چې د مدني ټولنې په همکارۍ جوړه شوې وه؛ ټولو په یو خوله وغوښتل چې په افغانستان کې باید د افغان اهل هنود او سکانو حقونه خوندي شي.

په دې اړه دو تنو ماشومانو "معصومې" او "نیدر سنګ" داسې وویل:

"موږ په دې خاطر اعتراض کړی چې؛ موږ غواړو اهل هنود په ولسي جرګه کې یوه څوکې ولري؛ ځکه چې هغوی هم د افغانستان وګړی دي.

۲- موږ دلته ځکه راغلي یو چې؛ زموږ حق را کړل شي."


دوی ویل، په ولسي جرګه کې هندوانو او سکانو ته د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر کرزي د فرمان ردېدل ښيي؛ چې د دوی حقونه لاهم خوندي نه دي.

ولسمشر کرزي د یوه تقنیني فرمان په صادرولو سره د ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ډسمبر میاشتې په څلورمه نېټه په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو لپاره یوه څوکۍ ومنله. خو د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر کرزی دا فرمان رد کړ.

د افغانستان مشرانوجرګې بیا د ولسي جرګې له دې پریکړې سره مخالفت وکړ.

له قانون سره سم ملي شورا د دواړو جرګو ترمنځ د دې اختلافي مسالې په اړه یوګډ کمیسیون جوړ شو چې؛ کار یې لاهم دوام لري.

د دې ګډ کمېسیون غړی "نقیب الله فایق" وايي چې؛ هڅې روانې دي، ترڅو په ولسي جرګې کې هندوانو او سکانو ته د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه یوې مناسبې موافقې ته سره ورسیږي.

ښاغلي فایق د افغان ماشومانو د اعتراضې غونډې په ځواب کې وویل:

"دا ګده کمېټه د جوړېدو په حال کې ده او زه د ولسي جرګې څخه په دې کمیسیون کې یو غړی یم؛ زه تاسې ته ډاډه درکوم لکه څنګه چې تاسو دې مبارزې ته دوام ورکوئ او هره ورځ خپل غږ پورته کوئ له تاسو څخه رسنۍ او مدني ټولنې هم ملاتړ کوي؛ خو له ملي شورا څخه بهر همدا مدیریت او ملاتړ کولی شي، موږ او تاسې بریالي کړي."

په افغانستان کې مدني ټولنې وايي چې؛ د افغانستان په ولسي جرګه کې ښځو او کوچيانو ته امتياز ورکړل شوی دی، نو هندوانو او سکانو له پاره دې هم دغه امتياز په پام کې ونيول شي.

په افغانستان کې دا مهال زرګونه تنه هندوان اوسکان ژوند کوي؛ دوی وایي چې، حقوق یې په بیلا بیلو برخو کې تر پښو لاندې شوي دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG