د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۵

افغان سکان وايي، ټولنیز او مذهبي تبعیض یې پر ژوند منفي اغېر کړی


د افغانستان هندوان او سکان د دوی په وړاندې له ټولنیز او مذهبي تبیض څخه شکایت لري وايي، دا ډېره جدي موضوع ده او د دوی ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز لري.

که څه هم د افغانستان د هندوانو او سکانو ستونزې ښايي تر مسلمانانو ډېرې او جدي وي، خو دوی یې په مشکل سره یادولو ته خوله پرانېزي، له شریکولو یې یو ډول وېره لري، خودا نه ده معلومه چې ولې او له چا؟

د کابل په شوربازا سیمه کې دوه تنو دغو هندوانو اوسکانو چې د نومونو له اخیستلو یې ډده وکړه، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"په افغانستان کې ستونزې څوک نه شي هوارولی، وکیل ته وایو خو هغه څه وکړي، له موږ نه زیات هغه وېرېږي."

د افغان هندوانو درمسال
د افغان هندوانو درمسال

"هندوان ډېرې ستونزې لري، پخوا دوی څومره زیات و، خو اوس پنځه شپږ سوه پاتې دي، هندوان ډېر تکلیف لري، هندو بېچاره څه کولای شي، هر یو ډارېږي."

دوی له ډېر احتیاط نه کار اخلي او وايي چې په دې اړه باید د دوی وکیلان او استازي وپوښتل شي.

د افغانستان په ملی شورا کې د هندوانو او سکانو استازې سناتور انار کلي هنریار بیا یو شمېر دغه ستونزې شریکوي وايي، لا هم په افغانستان کې یو شمېر خلک داسې فکر کوي چې موږ له هندوستان نه دغه هېواد ته راغلي یو او په وړاندې مو یو ډول ټولنیز او مذهبي تعبیض موجود دی.

انار کلي هنریار
انار کلي هنریار

نوموړې زیاته کړه:

"له بده مرغه یوه اساسي ستونزه چې لا هم زموږ په وړاندې پرته ده هغه په ټولنه کې تعبیضونه دي، د بل هېواد تبعه یادېږو، مذهبي تبیعض چې دا د هندوانو او سکانو د ژوند په بېلابېلو اړخونو اغېز لري."

اغلې هنریار وايي، نورې ټولې ستونزې چې د دوی د عبادت ځایونو، د مړو د سوځولو، د جایدادونو د غصب او تعلیم په برخه کې وې افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني ورته جدي پاملرنه کړې ده.

انارکلي دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې په وینا یې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له نېږدې دوه لکو هندوانو او سکانو نه اوس په کم شمېر هغه یوازې په کابل، ننګرهار، غزني، کندهار، لښکرګاه، کندز او یو څو کوره په هرات ولایت کې پاتې دي.

د یادونې ده چې د افغانستان هندوان او سکان هم لکه د نورو افغانانو په شان ډېری په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو پر مهال نورو هېوادونو په ځانګړي ډول هندوستان ته چې مذهبي نېږدیوالې یې د خلکو تر منځ موجود دی کډه شول.

خو ویل کېږي چې هلته هم هوسا نه دي، د هندوستان په پلازمینه نوي ډیلي کې افغان لیکوال او شاعر دیاسنګ انجان وايي، افغان هندوان او سکان په هغه هېواد کې له ګڼو ستونزو په ځانګړي ډول اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

افغان لیکوال او شاعر دیاسنګ انجان
افغان لیکوال او شاعر دیاسنګ انجان

"مهمې ستونزې یې دا دي چې کورنه نه لري، د زده کړو ستونزه موجوده ده، ځکه دلته خلک اقتصادي ستونزې لري، د اکثریتو هندوانو او سکانو اولادونو تر اتم، لسمه پورې زده کړې کړي نور یې ښوونځی پرېښودلی، ځکه دلته فیسونه ډېر لوړ دي، د دوی اقتصاد دلته دومره قوي نه دی چې کار وکړي او فیس ورکړي."

دا چې نو ولې دوی بېرته خپل هېواد ته نه راځي، ښاغلی انجان یې لامل په افغانستان کې نا سم امنیتي وضیعت یادوي.

که څه هم ویل کېږي چې د یادو ستونزو له امله ډېری هغه افغان هندوان او سکان چې په هندوستان کې اوسېږي خپل افغاني تابعیت هم ختم کړی، خو د افغانستان د عدلي وزارت وايي چې د تابعیت ختمولو په غوښتنلیکونو کې قوم نه لیکل کېږي نو ځکه په دې اړه څه نه شي ویلی.

خو د دغه وزارت ویاند امان ریاضت دا هم نه ردوي چې ګوندي په دوی کې دې افغان هندوان او سکان نه وي شامل.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو وزارت ټولنیز سلاکار سیدالله سلام وايي، دا ښايي یوازې د هندوانو او سکانو ستونزه نه وي، بلکې ډېری نور اقلیتونه هم شاید ورته ستونزه ولري چې په خبره یې دې برخه کې د خلکو د عامې پوهاوي لوړول او د دولت ځانګړې توجه پکار ده:

"دا چې ښه شعوري خلک پوه شي چې دوی هم ورته حقونه لري چې موږ یې لرو، پکار ده چې دولت پام وکړي، مثلاً د ټاکنو په مسئله کې چې حوزه وي کېدلو ته خبره ځي دوی باید له یو نه ډېر استازي ولري، یعنې ځینو اقلیتونو ته امتیارات ورکړل شي، په لوړو بستونو کې د ګمارلو موضوع او د برېښنايي تذکرو د ویش په برخه کې او په ځینو برخو کې باید ورته پام وشي."

د سرحدونو قومونو او قبایلو وزارت ټولنیز سلاکار سیدالله سلام وايي چې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دې برخې ته پخوا هم پام کړی او تر دې وروسته هم به دې موضوع ته په خپلو پروګرامونو کې ځای ورکړي.

د یادونې ده چې په ۱۳۹۲ کال کې مخکني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال هندوانو او سکانو ته په ولسي جرګه کې د یوې څوکۍ اېښودل چې د افغان هندوانو او سکانو، مدني ټولنو او ان ماشومانو له خوا یې غوښتنه وشوه او د وخت ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه فرمان ورکړ، ولسي جرګې رد کړ.

خو د افغانستان مشرانو جرګې بیا چې اوس هم په کې د هندوانو او سکانو یوه انتسابي سناتوره موجوده ده، هغه مهال د ولسي جرګې دا عمل یو تبعضي چلند وباله.

اوس مهال ویل کېږي چې د افغانستان د اداري اصلاحاتو په کمېسیون کې له هندوانو او سکانو نه دوه تنه چې یوه یې نارینه او بله یې ښځه ده تازه د معلوماتو شریکولو په برخه کې په دندنو ګمارل شوي دي.

د کابل د شوربازر اوسېدونکی سردار سرویر سنګ د افغانستان نورو قومونو ته په خطاب کې وايي، د هغو کړنو او ښېکنو له امله چې موږ یې لرو، پکار ده چې موږ د ګل په شان پورته کړي، نه دا چې د پښو لاندې مو کړئ:

"موږ یې هم وطن وال یو، باید د ګل په شان مو پورته کړي، داسې نه چې هر چېرته ځو د پښو لاندې مو کړي، موږ دې وطن ته خدمت کړی، شهیدان مو ورکړي، عسکري مو کړې، نور څه وکړو؟ که دومره کار اروپا کې وکړې لکه ګل دې اخلي، خو زموږ حق نشته او دا څوک نه وايي چې دوی هم دې وطن کې حق لري، له دې ځایه چې مثلاً تر چوکه پورې هم ځو ټول غږونه کوي چې هندو! کافر، نو موږ چاته څه ووایو."

افغان سکانې
افغان سکانې

د افغانستان د اساسي قانون د دوېشتمې مادې له مخې، د افغانستان د اتباعوو تر منځ هر ډول تعبیض او امتیاز منع دی.

د افغانستان په ملي سرود کې هم دغه هېواد د ټولو ورڼو قومونو ګډ کور او ګډ عزت ګڼل شوی.

نو د افغانستان په ملي شورا کې د هندوانو او سکانو استازې انارکلي هنریار هم له ټولو افغانانو غواړي چې له خپلو هندوانو او سکانو خویندو ورڼو سره له ټولنیز او مذهبي تبیض ، د دوی د ځورونې او په وړاندې یې له سپکاوي لاس واخلي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG