د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغان سکان او اهل هنود له مسلمانانو سره د اختر په ځینو مراسمو کې ګډون کوي


په افغانستان کې د مسلمانانو د اختر په ځینو مراسمو کې افغان اهل هنود او سکان هم ګډون کوي او مسلمانانو ته د هغوی د خوښۍ ورځې مبارکي وايي.

دغه افغان سکان او اهل هنود وايي، دوی د اختر په ورځو کې د مسلمان دوستانو کره ځې او له هغوی سره یو ځای چای څکښي، میوه او ډوډۍ خوري.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي "درلوګ سنګ" آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل؛ دوی د اختر په ورځو کې شیدي او میوې د هغه مسلمان دوستانو لپاره چې د دوی کره ځي اماده کوي.

درلوګ سنګ وايي، هغه خوارکي مواد او میوې چې افغانان یې د اختر په ورځو کې د میلمنو لپاره آماده کوي؛ د دوی د خوښي وړ دي.

د راپورونو له مخې، دا مهال د۵۰۰ په شاوخوا کې اهل هنود او سکان د کابل په ګډون غزني، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ژوند کوي.

په عین حال کې د اهل هنود او سک افغانانو ماشومان هم وایي؛ چې هغوی د اختر په ورځو کې د مسلمان دوستانو کورنو ته ځي او له هغوۍ سره د اختر خوښي یو ځای لمانځي.

"نیردوش سنګ" له آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل؛ کله چې دوی د اختر په ورځو کې د مسلمان دوستانو کورنو ته ځي؛ دوی ته اختر مبارکي هم ورکول کیږي.

د افغان اهل هنود او سکانو له ماشومانو سربیره د هغوۍ ښځې هم وايي؛ د اختر په مناسبت خپل کورونه پاکوي او بیلابیل خواړه برابروي.

مندرا له آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل؛ دا له خپلو بچیانو سره د اختر په ورځو کې د مسلمان دوستانو کورنو ته داختر مبارکۍ ته ورځي.

افغان اهل هنود او سکان وايي، دوی هم د مسلمانانو په شان د خپلو ځانګړو مذهبي او فرهنګي ورځو لمانځنه کوي.

دوی وايي، د دې مراسمو له ډلې نه یو د ویساک جشن دی؛ چې هر کال د حمل په ۲۴ د درې ورځو لپاره د دوی په درمسال کې لمانځل کیږي؛ چې د اهل هنود ځینې مسلمان ملګري هم ورځي او برخه په کې اخلي.

XS
SM
MD
LG