د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ډېلي ټیلیګراف: په کانټینر کې موندل شوي کسان افغان سکان دي


زیات شمیر لویدیځو ورځپاڼو په یوه کانټینر کې د افغان مهاجرو د موندنې په اړه مضمونونه اومقالي خپرې کړي دي.

ډېلي ټیلیګراف:

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په یوه سرلیک کې لیکلي؛ "په کانټینر کې موندل شوي کسان افغان سکان دي".

ورځپاڼې د پولیسو له خولی لیکلي، په کانټینر کې پنځه دیرش کسان انتقالیدل چې یو تن یې مړ شوی او نور یې ژوندي پاتې شوي دي.

ډېلي ټیلیګراف زیاتوي، څلور دیرش تنه افغان سکان چې سخت تږې او وږې وو، یوه روغتون ته انتقال شوي او له درملني او څیړنو وروسته سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي. د نړېوال سره صلیب سازمان له دغو کسانو مرسته کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، افغان سکان چې شمیر یې وخت شاوخوا یولکو ته رسیده؛ په تیرو څو کلونو کې د جګړو له امله سخت زیانمن شوي او زیاتو یې خپل کورونه او شتمنۍ پریښي دي.

فارین پالیسي:

امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې؛ "په پاکستان کې د کوڅو اعتراضونه ولي کارورکوي؟" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

پاکستان د لارو او کوڅو اعتراضونو اوږده سابقه لري. دا ځل اعتراضونه ځکه د اهمیت او څيړنې وړ دي چې، د نواز شریف د حکومت برخه لیک ورسره تړلی دی. په عین حال کې دا پوښتنه هم مطرح کیږي چې؛ ولې په پاکستان کې د لارو او سړکونو اعتراضونه له هرې لسیزې وروسته په یوې قوې سیاسي وسيلې بدلیږي؟

د مضمون لیکوال زیاتوي، ماته په یاد دي چې، په ۲۰۰۷ م کال کې امریکایي او پاکستاني چارواکو د مخ په زیاتیدونکو اعتراضونو په اړه خبرې کړې وې او د عواقبو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې وه.

خپرونه زیاتوي، هغه مهال د پاکستان جمهور رییس جنرال پرویز مشرف د سترې محکمې رییس لری کړی و او د زرګونو کسانو لاریونونو ته یې چې قانون پوهانو یې ملاتړ کاوه پام ونه ساته.

قانون پوهان د مشرف پر ضد د ملي سیاسي اپوزیسیون په توګه راڅرګند شول چې؛ په نتیجه کې یې د پوځ په مشرۍ حکومت خپل محبوبیت او مشروعیت له لاسه ورکړ. مشرف د پوځ له مشرتابه څخه استعفی وکړه او مجبور شو چې په راتلونکی اوړي کې له جمهوري ریاست څخه هم ګوښه شي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي؛ د خلکو د اعتراضونو پر وړاندې د نواز شریف د حکومت برخلیک د هغه د هغو پالیسو یوه برخه ده چې؛ د خپل واک په مقصد یې ځیني ګامونه پورته کړي دي. د مثال په ډول، نواز شریف د پوځ له لانجو، د مشرف د وخت د دوسیې د شخړې او په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له ستونزو او عواقبو سره لاس او ګریوان دی. په عین حال کې د پاکستان اقتصاد د پخوا په څير په ډير بد حالت کې دی او د عادي پاکستانیانو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دی رامنځ ته شوی.

فارین پالیسي د تحلیل په وروستۍ برخه کې لیکي؛ د لارو او کوڅو له اعتراضونو څخه عبرت آسانه دی. پاکستاني مشران باید د ډموکراټیک حکومت لپاره ادارې تقویه کړي او له پارلمان څخه یي باید پیل کړي.

د لارو او کوڅو اعتراضونه او مظاهرې به د واکمنو حکومتونو لپاره د اپوزیسیون او د زهرو بڼه ولري. په دې معنی چې نواز شریف او نور راتلونکي مشران باید د پارلمان له لاري حکومت وکړي او خپل مخالفان باید ورته عمل ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG