د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

سکان او هندوان: موږ افغانان یو او خپل حق غواړو


په افغانستان کې د اهل هنود او سکانو استازي خبرداری ورکوي چې، که په ولسي جرګه کې دوي ته یوه څوکۍ ځانګړې نه شي، هېواد به پریږدي.

په افغانستان کې د هندوانو او سکانو استازي وایي، که حکومت د دوي حقونو ته په اساسي توګه رسیده ګي ونه کړي، له دې هېواده به ووځي.

دغه اعتراض وروسته له هغې کیږي چې؛ ولسي جرګې تیره اونۍ د ولسمشرحامد کرزي هغه فرمان رد کړ چې؛ هندوانو او سکانو ته یې په دې جرګه کې یوه څوکۍ ځانګړې کړې وه.

په افغانستان کې د هندوانو او سکانو د سراسري ټولنې مشر اوتارسنګ د مدني ټولنو له ځینو غړو سره په ګډه د سې شنبې په ورځ له افغان دولت څخه وغوښتل چې دې مسئلې ته پام وکړي.

اوتارسنګ په ولسي جرګه کې اهل هنود او سکانو ته د یوې څوکۍ ورکول د دوی قانوني حق وباله:

"اول موږه عذر او زارۍ کوو، دا زموږ حق دی، قانون او قران شریف دا حق راکړی، موږ د افغانستان تبعه یو او زموږ حق دې راکړي، که زموږ حق را نه کړل شو او تایید نه شو، موږ په صراحت سره وایو چې ملګرو ملتونو ته مراجعه کوو، هغوی ته وایو چې له هندوستان، پاکستان او ایران پرته مو هر هیواد ته چې غواړي ولیږي."

اوتار سنګ وویل، اوس شااوخوا شپږنیم زره اهل هنود او سکان په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ژوند کوي.

د دوي استازي شکایت کوي چې؛ په تیرو درې لسیزو کې یې د کورونو او ځمکو په ګډون زرګونه ملکیتونه د زورواکانو له خوا غصب شوي دي.

اوس د دې اقلیت استازي غواړي چې؛ په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ ولري ترڅو خپلو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

که څه هم ولسي جرګې په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي فرمان رد کړی، خو مشرانو جرګې د سه شنبې په ورخ تایید کړه چې هندوانو او سکانو ته دې په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ ځانګړې شي.

د مشرانو جرګې د تقنین د کمیسیون مشر محې الدین منصف په دې اړه د سناتورانو پریکړه داسې بیان کړه:

"د افغاني ټولنې فرهنګي او ټولنیزې ودې او د ملت کیدو اصل ته په کتو موږ په ولسي جرګې کې اهل هنود او سکانو ته د یوې څوکۍ ځانګړي کیدل تاییدوو."

د مدني ټولنو ځینو بنسټونو هم د اهل هنود له دې غوښتنې ملاتړ وکړ او وې ویل، که دوی ته په ولسي جرګه کې څوکۍ ځانګړې نه شي، راتلونکې اونۍ به په کابل کې لویه مظاهره وکړي.

خو معلومه نده چې د دوی له دې ټینګار سره سره به ولسي جرګې اهل هنود او سکانو ته یوه څوکۍ ورکړي او که نه، خو د افغانستان دغه اقلیت دا مهال په مشرانو جرګه کې یوه انتصابي غړې لري.

له قانون سره سم په ولسي جرګې کې هندوانو ته د یوې څوکې د ورکولو په اړه د روان اختلاف مسله هم د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوې ګډې کمیټې ته سپارل کیږي تر څو یې په اړه پریکړه وکړي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG