د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

عبدالله عبدالله: پر مذهبي اقلیت حمله یو لوی جنایت دی


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ننګرهار پرونۍ انتحاري برید چې ډېر شمېر قربانیان‌یې افغان سېکهان او هندوان وو، لوی جنایت بللی دی.

ښاغلي عبدالله نن دوشنبه «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱» د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې وویل چې د دې پېښې عاملین باید وپېژندل شي او ونیول شي.

نوموړي د هېواد هندوان او سېکهان د ټولنې هغه طبقه یاده کړه چې په تېرو څو لسیزو جګړو کې ورته تر نورو ډېر زیان رسېدلی دی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وویل:

"په مذهبي اقلیت حمله یو لوی جنایت دی او مسؤلیت‌يې طالبان او نورې ترورېستي ډلې پر غاړه لري، د هېواد هندوان او سېکهان د افغانستان اوسېدونکي دي، زموږ د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او په تېرو څلورو لسیزو کې يې ډېرې ستونزې لیدلې دي."

په همدې حال کې نن د افغانستان د ولسې جرګې یو شمېر غړو هم دغه حمله وغندله او له حکومته‌يې غوښتنه وکړه چې باید په ولسي جرګه کې دغه مذهبي اقلیت ته امتیازي حق ورکړل شي.

دا شان په کابل کې د هند سفارت د دغه حملې د غندلو تر څنګ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دا حمله د نړیوال ترورېزم پر ضد په متحدانه توګه د نړیوالې مبارزې په اهمیت ټینګار کوي او د ترورېزم پلویان چې په هره بڼه وي، باید ځواب ورکوونکي واوسي.

دا انتحاري حمله چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ۴ بجې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د مخابراتو څلور لارې ته څېرمه ملنګ جان واټ کې وشوه، له امله يې ۱۹ تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دا یو پلی ځانمرګی حمله کوونکی و چې له امله‌يې په دې شمېر مرګ ژوبله واوښته، خو عیني شاهدان وايي چې دا یو موټربم حمله وه.

نوموړی وايي، په دغه پېښه کې د ۱۷ اهل هنودو او سیکهانو په ګډون، ۱۹ وژل شوي او د ۱۷ افغان هندوانو او سېکهانو په ګډون، ۲۱ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه د تېري ورځې په پېښه کې ۱۷ تنه افغان هندوان او سېکهان او دوه تنه مسلمانان ووژل شول او ۲۱ تنه په‌کې ټپيان شوي چې په ټپيانو کې ۷ تنه هندوان او سېکهان دي، په ټپيانو کې د دوو تنو حالت نازک دی، خو په ټوله کې ټپيان ښه دي."

د ننګرهار د عامي روغتیا د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په دې انتحاري حمله کې له کابله د افغان هندوانو او سېکهانو احتمالي نوماند اوتار سنګهـ هم وژل شوی دی.

راویل سنګهـ بل هغه مدني فعال و چې په دې حمله کې وژل شوی او دغه شان د ننګرهار د مرکزي درمسال مذهبي مشر اقبال سنګهـ هم د قربانیانو په ډله کې و.

د دغې انتحاري حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی او په یوه اعلامیه کې يې ویلي چې لسګونه هندوانو، سیکهانو او افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته تللی، لا هم هملته دی او له سهاره‌يې د بېلابېلو خلکو سره د پردې تر شا ناستې کړې دي چې ژورنالېستانو ته په‌کې د ګډون حق نه‌دی ورکړل شوی.

ویل کېږي چې تر دې دمه ښاغلي غني د ښځو له بېلابېلو ټولنو، دینې عالمانو، د مدني ټولنو له استازو، ځوانانو، صنعت‌کارانو او ډاکترانو سره ناستې کړي، د دوی ستونزې او مشکلات‌يې اورېدلي او په بېلابېلو برخو کې یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې چې له دې وروسته نن شااوخوا دوه بجې ولسمشر غني له ننګرهاره لغمان ته لاړ شي او هلته په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی غني به په دې ولایت کې د یو ميلیارد او شااوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG