د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د هند صدراعظم بیا د تابعیت قانون له بدلونه دفاع وکړه


د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي یو وار بیا د تابعیت د قانون له بدلونه دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بدلون د هندوستان له خلکو په تېره بیا مسلمانانو سره هېڅ ارتباط نه لري.

د نوي ډیلي په یوه څنډه کې د بهارتیا جاناتا ګوند غونډه روانه وه او صدراعظم نریندرا مودي ورته وینا کوله.

دې غونډې ته د مودي او د هغه د ګوند سلګونه پلویان ورغلي و.

مودي د هند د تابعیت په تعدیل شوي قانون او د خلکو په اندېښنو او انتقادونو وغږېد.

هغه وویل چې د هند دا قانون د دغه هېواد له یو میلیارد او درې سوه میلیونه اوسیدونکو سره هېڅ تړاو نه لري او مسلمانان دې ډاډه اوسي چې د هغوی په حال کې کوم بدلون نه راولي.

نوموړي زیاته کړه: "هغه مسلمانان چي د هندوستان په خاوره کې زیږیدلي او نیکونه یې د اندیا-مور په غېږ کې لوی شوي د تابعیت د قانون تعدیل هېڅ تړاو ورسره نه لري، نه کوم مسلمان د ساتنې مرکز ته لېږل کېږي او نه کوم د توقیف مرکز په هندوستان کې موجود دی."

د حاکم ګوند بهارتیا جاناتا په مشرۍ د هندوستان حکومت وايي چې د تابعیت قانون یې د هغو کسانو په خاطر تعدیل کړی چې د مذهبي ځورونو په خاطر یې هند ته پناه ور وړې.

د دغه قانون له مخې هغو غیر مسلمان پناه غوښتونکو ته چې له ۲۰۱۵ میلادي کال مخکې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیشه هند ته کډه شوي د هند تابعیت ورکول کېږي.

خو د دغه قانون منتقدین او مظاهره کوونکي وايي چې د قانون بدلون د بهارتیا جاناتا هندو ملتپاله ګوند یو پروګرام دی او غواړي شاوخوا دوه سوه میلیونه هندي مسلمانان تر فشار لاندې راولي.

یو شمېر نور بیا وایي دا قانون به هند ته د کډوالو ډلې ور سر کړي.

دوی په ټوله کې د قانون نوی تعدیل د هندوستان د اساسي قانون سره په ټکر کې بولی.

د ډیسمبر له یوولسمې کله چې دا قانون په پارلمان کې تصویب شو مسلمانانو، فعالانو او ځوانانو په ټول هند کې مظاهرې وکړې.

پرون هم په څو ښارونو کې مظاهرې وشوې او خلکو ټینګار کاوه چې ازادي او عدالت غواړي.

په جیپور کې دوه لکه کسانو مظاهره وکړه او یوه یې رویټرز اژانس ته وویل: "هغوی اساسي قانون بدل کړی دی، سبا به بل څه بدل کړي، که سپینه ووایم دا مبارزه د ډیموکراسۍ لپاره ده، دا کومه شخصي جګړه نه ده، دا د هندوستان لپاره مبارزه ده او موږ د ډموکراسۍ لپاره مبارزه کوو."

په اکثرو مظاهرو کې خلک او پولیس سره لاس او ګریوان شوي او مرګژوبله هم اوښتې ده.

د هند په لکهنو کې د مظاهرو یو انځور
د هند په لکهنو کې د مظاهرو یو انځور

د دغو یوولسو ورځو په جریان کې په ټول هند کې ۲۳ کسان وژل شوي.

یواځې شنبه په اوترپردیش ایالت کې نهه کسان له پولیسو سره په اخ او ډب کې ووژل شول.

د هند پولیسو او چارواکو ویلي چې دوی د ګرځبندیز او بیړنیو قانون په ماتولو باندې شاوخوا اوه زره تورن مظاهره چیان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG