د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د هند پارلمان غیر مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو جنجالي لایحه تصویب کړه

د دې پرېکړې له مخې د هند حکومت میلیونونه غیر مسلمانانو ته چې له ۲۰۱۵ میلادي کال مخکې د هند له درېیو ګاونډیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او پاکستانه ورغلي او هلته په غیر قانوني ډول مېشت دي، د هند تابعیت ورکوي.

د هند پارلمان پرون د تابعیت لانجمنه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې هغو غیر مسلمانو وګړو ته چې دغه هېواد ته مهاجر شوي تابعیت ورکول کېږي.

دغه لایحه چې وړاندې د استازو مجلس تصویب کړې وه او اعتراضونه‌یې راوپارول، پرون د سنا مجلس له ۱۲۵ غړو په ۱۰۵ موافقو رأیو تأیید شوه.

نوې تصویب شوې لایحه به د هند د ولسمشر له لوري تر توشیح وروسته په قانون بدله شي، خو د هند د ولسمشر لاسلیک او تأیید یوه سمبولیکه دفتري پروسه ده.

د دې پرېکړې له مخې د هند حکومت میلیونونه غیر مسلمانانو ته چې له ۲۰۱۵ میلادي کال مخکې د هند له درېیو ګاونډیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او پاکستانه ورغلي او هلته په غیر قانوني ډول مېشت دي، د هند تابعیت ورکوي.

د هند صدراعظم، نرېندرا مودي پرون وویل چې د هند د پارلمان له لوري داسې ستره پرېکړه د هند د خلکو د وروګلوۍ او همدردۍ احساس څرګندوي.

مودي په دې اړه په یوه بل ټویټ کې ولیکل چې دا قانون به د هغو ډېرو خلکو درد کم کړي چې له کلونو راهیسې په کړاوونو کې دي.

خو د قانون مخالفانو خبرداری ورکړی چې پر ضد به‌یې په ستره محکمه کې عرض وکړي.

د هغوی په باور، د پارلمان دا پرېکړه د سیکولریزم او مساواتو اصل چې د هند په اساسي قانون کې یې ضمانت شوی، تر پښو لاندې کوي.

اسلام‌پالو او ښي اړخو ډلو چې له دې قانون سره مخالفت لري، استدلال کړی چې د صدراعظم مودي د حکومت اجنډا چې پر هندو نشنلیزم ولاړه ده، هڅه کوي چې د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان څنډې ته کړي.

خو صدراعظم نرېندرا مودي دا مسئله رد کړې ده.

د نوي قانون پر ضد د هند په شمال ختيځو سیمو کې هم یو شمېر خلکو مظاهرې وکړې.

هغوی اندېښنه لري چې د بنګله‌دېش ډېر هندوان به د تابعیت په قانون کې د اصلاح له مخې هند ته ورشي او هلته به د تابعیت اسناد ترلاسه کړي.

د هند حکومت پرون د اسام ایالت ته د مظاهرو د کنټرول لپاره اضافي ځواکونه واستول.

پولیسو پر مظاهره‌چیانو اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړل او د ایالت په ډېرو ښارونو کې پر انټرنټ هم بندیز لګول شوی و.

د هند حکومت چې د اقتصادي کمزورتیا له امله تر سخت انتقاد لاندې دی ویلي، د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش مسلمانان له دې امتیازه مستثنی دي، ځکه هغوی په خپلو هېوادونو کې د خپلو مذهبي عقایدو له امله نه‌شکنجه کېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رايټس واچ) ویلي چې د هند حکومت په دې ډول میلیونونه مسلمانان له نورو وګړو سره د مساوات او تابعیت درلودلو له حقه محروموي.

په امریکا کې د نړیوالو مذهبي ازادیو کمېسیون د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې د هند د حکومت دا ګام په ناسم لور یو خطرناک حرکت دی.

XS
SM
MD
LG