د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د هند په لاریونونو کې ۶ کسان وژل شوي


په هند کې د لاریونونو یو انځور
په هند کې د لاریونونو یو انځور

د هند په شمال ختیځ کې د تاوتریخجنو لاریونونو په دوام شپږ کسان وژل شوي دي.

شپږمه ورځ ده چې د هند ځینې برخې نارامې دي.

خلک په تېره بیا په شمال ختیځ اسام ایالت کې راپاڅېدلي او د هغه قانون د بېرته ړنګېدو غوښتنه کوي چې له مخې یې هند ته له پاکستان، بنګله دیش او افغانستانه ورغلیو غیر مسلمان کډوالو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.

دا قانون د ډسمبر په یوولسمه د هند پارلمان تصویب کړی دی.

د اسام ایالت په مرکز ګواهاتي ښار او په پلازمینه نوي ډیلي کې پرون لاریون کوونکو بسونو، ټرینونو او موټرو ته اور واچاوه.

د دوی د لاریونونو له امله په سبب په ځینو برخو کې د ټرینونو تګ راتګ هم له خنډ سره مخ شوی دی.

د لاریون کوونکو یوه تنظیموونکي او "د مسلمانانو د ساتنې" د ډلې په نوم د یوه ګروپ بنسټګر ارجیت اشد قریشي رویټرز اژانس ته ویلي چې د دین په نوم تبعیض نه مني.

هغه وايي: " مونږ اماده یو چې د حکومت هر سند ومنو خو که چېرته د دین په نوم مسلمان ځورول کېږي او تبعیض ورسره کېږي دا هېڅ د زغملو نه ده، مسلمانې ډلې به د دغو اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه وکړي."

لاریون کوونکي وايي چې تازه تصویب شوی قانون د هند د اساسي قانون په خلاف دی او سرغړونه ترې کوي.

د دغو لاریونونو په دوام پولیسو هم په ځینو سیمو کې د راپورونو په اساس ډزې کړي دي.

لږ تر لږه څلور کسان د پولیسو په ډزو کې وژل شوي او دوه نور هم مخکې تر هغه وژل شوي و چې معلومه نه ده چا ویشتي دي.

ګڼو محصلینو هم په دغو لاریونونو کې برخه اخیستې.

له ډلې یې د پاپوري په نوم یوې محصلې رویټرز اژانس ته ویلي: "د تریپورا سیمې اصلي اوسېدونکي د بنګالیانو د نفوذ په خاطر اوس په اقلیت بدل شوي دي، دا یو ژوندی مثال دی، کرار کرار به د ټول اسام اصلي اوسېدونکي په اقلیت بدل شي، مونږ هیله من یو چې د هند خلک زموږ لاس ونیسي مونږ ته که بګوان هم راشي او قناعت راکړي دا سند نه منو."

پولیسو په اسام کې د شپې ګرځبندیز وضع کړ خو پرون داسې ویل کېدل چې اوس یې لږ محدودیت رفع کړی او په دې سره لاریون کوونکي لا پسې زیات کولای شي په لاریونونه وکړي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پرون له خلکو وغوښتل چې ارامه دې شي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه
د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه

هغه په جارکنډ ایالت کې یوې غونډې ته وویل چې د هند د شمال ختیځ خلکو کلتور، ژبه، ټولنیز هویت او سیاسي حقونه به محفوظه پاتې شي.

اسلام پاله ډلو، مخالف ګوندونو، بشري حقونو فعالانو او ګڼو محصلینو او ځوانانو ویلي چې د حاکم ګوند بهارتیا جاناتا په خوښه د تابعیت وروستی تصویب شوی قانون د هند د دوه سوه میلیونه مسلمانانو د منزوي کولو لپاره د صدراعظم نریندرا مودي یوه هڅه ده.

مودي دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG