د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

دنیا: د کابل پرونی برید چا کړی؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ټولو ورځپاڼو د کابل د تېرې ورځې د خونړۍ حملې د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپانې په خپلې سره مقالې کې لیکلي، دا حمله د هغو استخباراتي کړیو کار دی، چې د انسانو د وینو له توېدو خوند اخلي.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کوي، ولې امنیتي ځواکونو د خطر په اړه لا له وړاندې خبرداری نه و ورکړی؟ که چېرې ګواښ و، نو ولې یې بیا دا ډول غونډې ته اجازه روکوله؟ ولې امنیتي بنسټونه په ډاګه نه اعلانوي، چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي؟

د سرمقالې لیکوال په سیاستوالو هم انتقاد کوي، دوی چې تجربه هم لري او د امنیتي ځواکونو ظرفیت او قابلیت ورته معلوم دی، چې امنیت نه شي ټنیګولای، نو بیا ولې دا ډول سترې غونډې رابولي، چې په پېښو کې زیان بې ګناه ملکیانو ته اوړي.

لیکوال سپارښتنه کوي، چې دغه پېښه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، څو معلومه شي، چې د دغې خونړۍ حملې تر شاه د چا لاس دی.

  • ویسا

د ویسا په سرمقاله کې راغلي، چې د دشت برچي پېښې وښودله چې افغانان تراوسه له اصلي سولې او ارامۍ څخه ډېر لرې دي.

لیکوال ټینګار کوي، چې حکومت او نظام باید له وړوکې کړۍ راووزي هېواد شموله شي، له طالبانو سره د جوړجاړي دغه فرصت له لاسه ورنه کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، چې د کابل پرونی برید چا کړی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا برید ځکه زیاتې پوښتنې له ځان سره درلودلای شي، چې له یوې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې او له بلې خوا افغانستان د تاریخ په حساسو شیبو کې دی.

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال په افغانانو غږ کوي، چې یوالی دې وساتي او پرې دې نږدي چې د سولې فرصت په اوبو لاهو شي، دښمنان د خپلې بقا او ګټو د تامین په خاطر د کلونو لپاره جنګ جاري وساتي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي یو بل نه بښوونکي جنایت

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، دا ډول بریدونه د هغه تروریستي کړیو کار دی، چې غواړي د افغانانو ترمنځ ستونزې او بې باورۍ رامنځ ته کړي او هم د سولې روان بهیر سبوتاژ کړي.

  • هېواد

هېواد په خپلې سرمقالې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي، "په ولسي غونډه دغه برید، د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد جنایت دی"

د سرمقالې لیکوال په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کوي، چې د دې پېښې ژوره پلټنه وکړي او دښمن ته هېڅ تداسې موقع ورنه کړي، چې دغه راز بریدونه بیا هم وکړای شي.

XS
SM
MD
LG