د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

دنیا: څوک په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو له افغان ځواکونو سره د جګړې د دوام په اړه د طالبانو د اعلامیې او د دې ډلې د بندیانو پر موضوع تمرکز کړی.

  • دنیا

"څوک په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي؟" دا د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی. دې ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک سره تمه کېده چې جګړه به په افغانستان کې پای ومومي.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو د بندیانو له خوشې کېدو سره د ارګ مخالفت سولې ته د دې هېواد د رسېدو په وړاندې ستر خنډ دی او د جګړې د دوام په اړه‌یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د طالبانو اعلامیې ته په اشارې سره لیکلي چې دې ډلې خپلو جنګیالیو ته ویلي چې پر بهرنیو ځواکونو دې حملې نه‌کوي، خو پر افغان ځواکونو دې خپلو حملو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې ویلي چې طالبانو دا اعلامیه د طالبانو د بندیانو له خوشې کېدو سره د ولسمشر غني د مخالفت په غبرګون کې خپره کړې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې، خو لیکلي یې دي چې د طالب بندیانو د نه‌خوشې کولو په هکله د ارګ دریځ سم دی ځکه چې د طالب بندیانو خوشې کول د حکومت له انحصاري صلاحیتونو څخه نه‌دي.

ورځپاڼې لیکلي چې له شک پرته د بندیانو ازادول د هر سیاسي بهیر یوه برخه وي، خو هېڅکله د مذاکراتو له پیل نه مخکې زیات شمېر بندیان نه‌خوشې کېږي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د خلکو غوښتنه دا ده چې حکومت په دې برخه کې د هېواد له ملي ګټو سره برابر ګام اوچت کړي، نه داسې چې د تېر په څېر له سرې کرښې واوړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، هغه هېوادونه چې طالبان‌یې له امریکا سره خبرو ته حاضر کړل باید د زندانیانو د خوشې کېدو پر موضوع‌یې له افغان حکومت سره هم مذاکراتو ته وهڅوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې ډېر شمېر طالب بندیان د بګرام له زندان څخه ازاد شول، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دا کار له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

ورځپاڼې لیکلي چې تېره ورځ هم یو شمېر مدني فعالانو د اعتراضي غونډې په ترڅ کې وویل چې امریکا د هغو بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري چې د هغوی په خبره د افغانانو قاتلان دي.

دې ورځپاڼې د سرمقالې په پای کې لیکلي چې افغانان د سولې پلویان دي او که چیرې د اعتماد جوړولو لپاره یو شمېر طالب بندیان ازادېږي، نو طالبان دې باید هم په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره افغان حکومت ته ورته امتیاز ورکړي.

XS
SM
MD
LG