د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ارمان: ایا طالبانو د امریکا اعتماد را خپل کړی؟


د کابل ځینې چاپ شوې ورځپاڼې
د کابل ځینې چاپ شوې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله پدې پوښتنې پیل کړې چې ایا طالبانو د امریکا اعتماد را خپل کړی؟

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د هوکړې متن تر اوسه د خلکو په واک کې نه دی ورکړل شوی او ویل کېږي چې امریکا او طالبانو هوکړه کړې چې له افغانستان څخه به د امریکا په ګټو او متحدانو حملې نه کېږي او متحده ایالات به خپل ځواکونه په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه وباسي.

د سرمقالې لیکونکي په باور په دې سره به بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره او طالب بندیان به د افغان دولت له لوري خوشې شي.

خو ملي ارمان ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې د هوکړې په تړاو خوشبیني بې ځایه ده.

په سرمقاله کې راغلي، ډېری په دې باور دي چې په دې هوکړه کې طالبانو ته ډېره په مهمه سترګه کتل شوي دا په داسې حال کې ده چې د سرمقاله لیکونکي په خبره په هېواد کې لاهم جګړه روانه ده.

خو دنیا ورځپاڼې بیا د ملي ارمان برعکس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې هرکلی کړی او خوشبینې ېې مطرح کړې ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، د اور کم په اوونۍ کې افغانانو سوله تجربه کړه او اوس پوهېږي چې سوله چېرته ده او څنګه راتللی شي؟

سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی، چې اوس د سولې راوړل د افغان مشرانو کار دی چې څنګه په هېواد کې سوله ټينګه کړې او په وینا یې اوس د سولې ټينګښت له امکانه لرې نه ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې تر ډېره د افغان حکومت له لوري د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په تړاو بحث کړی او لیکلي، د افغانستان د جګړې سیاسي حل هغه مهال ممکن دی چې طالبان له حکومت سره خبرو ته کېني.

ورځپاڼې وړاندېز کړی چې د سولې خبرو اترو لپاره باید یو پلاوی جوړ شي چې د ټولو اړخونو ملاتړ ولري.

د ورځپاڼې په باور، د سولې لپاره جوړېدونکی پلاوی باید د هېواد ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خوندي کړي او د چنې وهلو وړتیا ولري.

ورځپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکلي، حکومت به هغه مهال وتوانېږي چې په مذاکراتو کې یو قوي پلاوی ولري چې سیاسي اختلافات حل کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، "د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له مذاکراتو هرکلی کوي."

هېواد دا ګام مهم ګڼلی او لیکلي ناټو او امریکا ژمنه کړې چې د سولې له ټولو هڅو به څارنه کوي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، حکومت به ډېر ژر د سولې خبرو ته یو پلاوی ولېږي او هیله ښيي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه یو ښه پیل وي.

XS
SM
MD
LG