د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

'طالبان د سولې هوکړې او بشري ارزښتونو خلاف تاوتریخوالو ته دوام ورکوي'


د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک مراسمو یو انځور- ارشیف
د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک مراسمو یو انځور- ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرداری ورکوي چې طالبان د خپلو بریدونو په زیاتوالي او په ملکي تلفاتو سره د سولې بهیر زیانمنوي او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام به ناوړه عواقب سره ولري.

د طالب زندانیانو له ازادېدو سره په خوا کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې حملې زیاتې کړې، چې ورسره افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغو بریدونو ته ځواب ووايي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې موافقه نقض کړې او د دغې ډلې د تاوتریخوالي دوام له ټولو هوکړو او بشري ارزښتونو په خلاف دي.

ښاغلي فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار کوي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او ملکي مرګ ژوبله به ناوړه عواقب له ځان سره ولري او همداشان به د سولې هڅې ټکنۍ کړي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه د افغانانو برخلاف تاتریخوالی زیات شوی، په دغه تاوتریخوالي کې زیات تلفات خلکو او عامه تاسیساتو ته اوښتی، د دې تاوتریخوالي دوام د ټولو هوکړو، ارزښتونو او قوانینو خلاف دی، چې د سولې ټولې هڅې متضرره وي او موږ هېڅ ځای ته نه رسوي."

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بریدونه زیات کړي دي.

لغمان، ننګرهار او نورستان د طالبانو د مرګونو بریدونو شاهدان و.

د راپورنو له مخې په دغو بریدونو کې ۳۵ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ننګرهار په ښېوې کې د جنازې مراسمو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار په ښېوې کې د جنازې مراسمو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له دې سره په خوا کې وسله والو طالبانو په کندهار، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، سرپل او پروان ولایتونو کې هم بریدونه وکړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې طالبانو د روژې میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې د همدې میاشتې د لومړنیو اوونیو په پرتله ۳۳ سلنه بریدونه زیات شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکیانو وژل کېدل غندي.

د دغه کمېسیون د وروستي راپور پر بنسټ د روژې میاشتې په لومړیو لس ورځو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو په جګړه کې ۴۰ ملکیان وژل شوي دي.

په دې سره په خوا کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې افغان حکومت په لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو په اډې وروستی برید څېړي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "افغان حکومت په لغمان ولایت کې په امنیتي ځواکونو برید غندي او امنیتي سرتېري د دې برید او پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي."

ښاغلي صدیقي همدا شان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

خو د پوځي چارو کارپوه دولت وزیري وايي، وخت رارسېدلی چې افغان ځواکونه په تهاجمي بریدونو لاس پورې کړي.

ښاغلي وزیري په دې اړه په نړیوالو هم نیوکې کوي.

دولت وزیري
دولت وزیري

هغه زیاتوي: "په لومړي سر کې له نړیوالې ټولنې ګیله لرم، چې ښه وویني څوک د جګړې طرفداره دي او له کوم ځایه تمویلېږي او باید په خلکو زړه وسوځوي څو دا جګړه ختمه شي، دویم دا چې طالبان له طالبانو سره د مذاکره ونه شي او افغان ځواکونه دې د ملیکانو د ژغورلو لپاره پروګرام ولري او دې حالتو ته دې بدلون ورکړي."

د طالبانو د بریدونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې د خاموشۍ د ماتېدو غوښتنه داسې مهال کېږي، چې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس او د دې کمېټې یو غړي د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه د سولې د پرمختګونو په برخه کې د ناوړه پیغام خبرداری ورکوي.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس الیوټ انګل
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس الیوټ انګل

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د پام وړ تاوتریخوالي زیاتوالی د امریکا او طالبانو د سولې له توافق نقض او د منلو وړ نه بولي او دا حالت د پوښتنې وړ یادوي او وايی، چې ایا طالبان به لاسلیک کړې د سولې توافق عملي کړي کنه؟

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی له لوري د سولې هوکړه نه دی نقض شوې او هم یې په امریکايي ځواکونو بریدونه نه دي کړي.

مجاهد زیاتوي د دوحې له هوکړې وروسته د دوی په برید کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی او کله چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري خطر حس شي طالبان له ځانه غبرګون ښيي.

XS
SM
MD
LG