د کرونا وبا په نړۍ کې ډېر څه اغېزمن کړي، خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې پر روانه جګړهیې اغېز نهدی کړی او لا هم روانه ده.
کرونا ویروس په نړۍ کې لوی کاروبارونه وتړل، هوايي ډګرونه له مسافرو خالي شول، ستر سیاحتي ښارونهیې د ارواګانو په ښارونو بدل کړل او د نړۍ په ځینو برخو کې یې د جګړو تاوده ډګرونه ساړه کړل.
خو افغانستان کې که څه هم پرې د اخته کسانو شمېر زرګونه ته ورسېد، خو د جګړې پر شدتیې اغېز ونهکړ او لا هم د دې هېواد کلي او بانډې په ورځني ډول د جګړو د لمبو شاهدانې دي.
د دې وبا خپرېدو او د روژې میاشتې په راتګ، له طالبانو هغه غوښتنې زیاتې شوي چې اوربند دې ومني.
د افغان حکومت او امریکا سربېره مخکښو نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان هم له طالبانو وغوښتل چې د کرونا سره د مبارزې د اسانتیا او د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې موقت اوربند وکړي، خو دې ډلې تر اوسه دا ټولې غوښتنې رد کړي.
طالبانو تر دې مهاله د اوربند پرلهپسې غوښتنې رد کړي او د جګړې د دوام پړهیې پر افغان حکومت او د امریکا له لوري د دوی سره د لاسلیک شوي تړون د موادو په نهعملي کېدو اچولې.
- طالبان په داسې حال کې چې د سولې لپاره ځان چمتو ښيي، ولې موقت اوربند ته غاړه نهږدي؟
- د افغان حکومت دریځ څومره د دې ډلې سره د اوربند مخه ډب کړې؟
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد په وروستیو کې رسنیو ته ویلي، افغان حکومت له لومړي سره د دوی او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په وړاندې خنډونه جوړ کړي او امریکايي لوري هم دا تړون نهدی عملي کړی، نو له همدې کبله له دوی څه د اوربند او اورکم غوښتنې پر ځای نهدي.
افغان حکومت که څه هم د دې تړون برخه نهده، خو وايي، دوی له خپله اړخه له طالب وسلهوالو سره اوربند او بالاخره سولې ته رسېدو لپاره ټول اړین ګامونه اخیستي.
د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، حکومت دوه کاله مخکې د سولې د مشورتي لویې جرګې په سپارښتنه د ۸۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو نیولې، د طالبانو بندیانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر تر وروستي فرمان پورې، تر اوسه د سولې لپاره بېلابېل ګامونه اخیستي.
هغه زیاته کړه: "هغه څه چې د سولې لپاره د ارادې څرګندونه ده، هغه ګامونه د افغانستان حکومت اخیستي. اوس چې د افغانستان خلک له یوې وژونکې ناروغۍ سره مخ دي. همدارنګه روژه ده، د ټولې نړۍ غوښتنه د اوربند رامنځته کېدل دي. اوس طالب یو لوري ته، افغان حکومت، ولس او نړیواله ټولنه بلهخوا ته ده چې بیا بیا یې د اوربند غوښتنه کړې او هغه څوک چې اوربند نهکوي او جګړې ته دوام ورکوي، مسؤلیت د هغوی په غاړه دی."
خو طالبان او د سولې یو شمېر فعالان بیا دا نهمني چې ګوندې افغان حکومت دې په دې چاره کې بېمسؤلیته وي.
طالبان په ځانګړې توګه د امریکا سره د شوي تړون له مخې د خپلو پنځه زره بندیانو په خوشې کولو کې د حکومت لهخوا د خنډ او ځنډ یادونه کوي او وايي، که دا بندیان خوشې شوي وی او بینالافغاني خبرې پیل شوې وی، ښايي یو دایمي اوربند ته لاره هواره شوې وه.
شفیع اعظم د سولې افغان فعال دی. نوموړی وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ دوه میاشتې مخکې لاسلیک شوی تړون یو داسې تړون دی چې نړیوال ملاتړ لري او افغان حکومت ته پهکار وه چې د دې تړون په عملي کېدو کې یې همکاري کړې وی څو بینالافغاني خبرو ته لاره هواره شوې وی.
هغه زیاته کړه: "متأسفانه حکومت نهیوازې د دې تړون په عملي کېدو کې همکاري ونهکړه، بلکې خنډونهیې ورته جوړل کړل. دا توافق چې عملاً پرې کار شوی او افغان حکومت هم تل ویلي چې د زلمي خلیلزاد لهخوا د طالبانو سره د مذاکراتو په جریان کې وو، نو د عملي کېدو لپارهیې باید اقدامات وشي. د بندیانو مسئلې ته باید یو هیئت وټاکل شي او خوشې شي څو بینالافغاني مذاکرات پیل شي او یو دایمي اوربند او سوله وشي."
افغان ژورنالېست سمېع یوسفزی چې د افغانستان د سولې په اړه بېلابېلو نړیوالو رسنیو ته راپورونه برابروي د بندیانو په خوشې کېدو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شته اختلاف پړه پر امریکايي لوري اچوي او وايي پر افغان حکومتیې د خپل اغېز په برخه کې ناسمه محاسبه کړې وه.
د سمېع سفزي په باور دا مهال طالبان حق لري چې د توافق له مخې د خپلو بندیانو په خوشې کېدو ټینګار وکړي، خو په مقابل کې یې د افغان حکومت دا دریځ هم له پامه نهشي غورځېدای چې له یوې خوا د لاسلیک شوي تړون برخه نهده او د بلې خوا د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې طالبان هم کوم امتیاز یا ژمنه نهورکوي.
هغه زیاته کړه: "افغان حکومت هم نهشي کولای چې په دومره ستر شمېر طالب بندیان پرېږدي، پرته له دې چې د دوی او طالبانو ترمنځ یوه لیکلې هوکړه واوسي. طالبان اوس هم د افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کوي، نو افغان حکومت د بندیانو د خوشې کېدو لپاره چمتووالی نیولی، خو په مقابل کې یې له طالبانو د اوربند لیکلې ژمنه غواړي."
پر دې سربېره سمېع یوسفزی وايي، حکومت کولای شي چې طالب بندیان چې د ده په وینا ډېر یې بېګناه نیول شوي، د ښه نیت له مخې خوشې کړي، څو له ځانه ملامتي لیرې کړي او دا به پر طالبانو د اوربند لپاره اخلاقي فشار زیات کړي.
خو د ښاغلي یوسفزي په باور یوازې د طالب بندیانو د خوشې کېدو مسئله نهده چې د طالبانو لهخوا یې د اوربند مخه نیولې.
د نوموړي په وینا طالبان یوه جنګي ډله ده او له جګړې پرته خپل ځواک نهشي ساتلی.
هغه زیاته کړه: "طالبان یو جګړهییز او نظامي ځواک دی. طبعاً د دوی لپاره جنګبندي یوه ډېره ستره پرېکړه ده. دا چې دوی یو سیاسي ځواک نهدی، نو کله چې له جنګ لاس اخلي، د دې معنی دا ده چې طالبان نور خپل اهمیت او خپل هویت له لاسه ورکوي."
یوسفزي همدارنګه زیاته کړه، طالبانو چې تر دې مخکې یو ځل درې ورځې اوربند کړی و، هغه یو خو افغان حکومت د طالبانو د ماتې په توګه ولمانځه او بل د طالبانو جنګیالي ښارونو ته راغلل او له خلکو او امنیتي ځواکونو سره نږدې شول.
د یوسفزي په وینا دې اوربند طالب جنګیالیو ته د دې فرصت برابر کړی چې تر یو حده درک کړي چې د دوی او نورو افغانانو ترمنځ کوم داسې لوی توپیر نهشته چې هغه دې په جګړه وارزي.
یوسفزي زیاته کړه، طالبان یوازې د سیاسي یا نظامي ګټې په بدل کې اوربند ته غاړه ږدي.
بل افغان سیاسي شنونکی غفور احمد جاوېد وايي طالبان دا وېره هم لري چې که اوربند وکړي ښايي ویې نهشي ساتلی او ځیني وسلهوالیې ترې سرغړاوی وکړي.
هغه وویل: "دوی په دې وېرېږي چې وبه نهشي کولای د اوربند ساتنه وکړي. ځکه تاسو د تاوتریخوالي په اوونۍ کې ولیدل چې پر امریکايي بېسونو د بریدونو په شمول له اوربند څخه د سرغړاویو پېښې رامنځته شوې."
د سولې افغان فعال شفیع اعظم وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون لپاره کلونه کار شوی، نړیوال ملاتړ یې خپل کړی او د افغانستان د راتلونکې سولې لپارهیې یو داسې چوکاټ رامنځته کړی چې که ټول لوري ورته په اخلاص کار وکړي، موقت نه، بلکې یو دایمي اوربند ته لاره هوارولی شي.
سمېع یوسفزی هم وايي د طالبانو امریکا ترمنځ تړون عملاً په افغانستان کې د جګړې شدت راکم کړی. نوموړي وویل که څه هم په کلیو او بانډو کې جګړې روانې دي، خو پر ښارونو او ګڼ مېشتو سیمو کې لوی بریدونه نهکېږي او یا ډېر کم شوي.
هغه د طالبانو د بریدونو په برخه کې د افغان حکومت لهخوا خپرېدونکې شمېرې د پوښتنې وړ وبللې او زیاتهیې کړه چې پر طالبانو هم د بهرنیو ځواکونو هوايي بمبارۍ کمې شوي.
د ښاغلي یوسفزي په وینا د جګړې په شدت کې دې کمي د سولې او اوربند لپاره یو عملي، خو نازک فرصت رامنځته کړی.
د نوموړي په وینا په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو په ژمنه ولاړ ښکاري، د بېلابېلو خواوو افغان مشرانو ته پهکار دي چې په ځیرکتیا او احتیاط د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت په ښه توګه وکاروي ځکه چې له کلونو وروسته د سولې او اوربند لپاره رامنځته شوي دا شرایط ښايي تل ونهاوسي.