د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

'د امریکا-طالبانو له تړون وروسته افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی'


بهرنې وزځپاڼې
بهرنې وزځپاڼې
  • ډپیلومات

ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک‌یې دی اسلامي دولت وسله‌واله ډله افغانستان کې فعاله پاتې ده.

په دې لیکنه کې د اپرېل په څلورمه په کندهار کې د داعش د وسله‌والې ډلې د مشر اسلم فاروقي په شمول د دې ډلې د څو کسانو د نیول کېدو یادونه شوې او د یو افغان امنیتي چارواکي له خولې هغه کیسه شوې چې څنګه دا کسان په یو کور کې ونیول شول.

په لیکنه کې د افغانستان د ملي امنیت د یو چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی له خولې ویل شوي "فکر کوم چې دا مهال په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د قوماندې تسلسل مات شوی دی، خو دوی هر چېرې پټنځایونه لري."

دې افغان چارواکي زیاته کړې، د داعش ډله ښايي افغانستان کې منظم او سمبال وسله‌وال کنډکونه ونه‌لري، خو دوی وړې او پټې ډلې لري.

ډیپلومات د افغانستان د ملي امنیت ادارې د دې چارواکي له خولې زیاتوي "د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې اوس د قوماندې مرکز نه‌لري. له همدې کبله فاروقي کندهار ته تللی و او غوښتل‌یې چې دا وسله‌والو ډله یو ځل بیا په خوځښت راولي."

د ملي امنیت دې چارواکي ډیپلومات ته ویلي چې د د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې د داعش یو شمېر وسله‌وال کونړ ولایت ته تللي او یو شمېر نور یې په ننګرهار کې پټ دي، خو په وینا یې دا مهال د دې ډلې د قوماندې لپاره په افغانستان کې هېڅ ځای نه‌شته.

خپرونه ننګرهار کې د داعش فعالیتونو ته په اشارې وايي، کله چې په ۲۰۱۴ م کال کې په عراق کې ابوبکر البغدادي خپل ځان د اسلامي دولت خلیفه اعلان کړ، یو کال وروسته ننګرهار په افغانستان کې لومړنۍ سیمه وه چې د داعش تور بیرغ په‌کې راڅرګند شو.

ډیپلومات ورځپاڼه د دې لیکنې په دوام کې زیاتوي، د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د اسلم فاروقي په نیول کېدو دا هیلې زیاتې شوې چې له دې سره به د دې ډلې د تنظیم شویو بریدونو وړتیا کمه شي، خو د فاروقي تر نیول کېدو یوازې پنځه ورځې وروسته دې ډلې د هغو راکټي بریدونو مسؤلیت واخیست چې په بګرام هوايي اډه ویشتل شوي وو.

ډیپلومات وايي، دا لا معلومه نه‌ده چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپل نوی مشر ټاکلی او کنه.

  • ډېفېنس پوسټ

د ډېفېنس پوسټ ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت پر هغه تازه معلوماتو راپور خپور کړی چې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون تر لاسلیک وروسته افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ډېفېنس پوسټ د یوناما له‌خوا د خپاره شوي بیان په حواله وايي "په مارچ میاشت کې په تاوتریخوالي کې په داسې حال کې ځورونکي زیاتېدل لیدل شوي چې هیله وه په دې میاشت کې د افغانستان حکومت او طالبان خپلو کې خبرې وکړي."

ډېفېنس پوسټ دې راپور کې وايي، افغانستان کې وروستي بریدونه تر ډېره په کلیو بانډو او وړو ښارګوټو پورې محدود وو او زیاتوي د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په چوکاټ کې طالبانو منلې چې په لویو ښارونو به بریدونه نه‌کوي.

په راپور کې زیاته شوې چې د ملګرو ملتونو دا راپور له هغې څو ساعته وروسته خپرېږي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، چا چې طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی له طالبانو غوښتي، د کرونا له وبا سره د مبارزې د پراختیا په خاطر دې د بشر پالنې په بنسټ اوربند عملي کړي.

XS
SM
MD
LG