د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

ارګ: طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته ژمن نه دي


ارګ
ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په وروستیو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو د حملو زیاتېدل ښيي چې دا ډله د تاوتریخوالي کمولو ته ژمنه نه ده.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن رسنیو ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې وویل چې افغان حکومت په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې جدي ګامونه اخیستي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "افغان حکومت یولړ مهم اقدامات کړي دي چې د طالب بندیانو خوشې کول او همداراز له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره د مرکچي ټیم جوړول دي."

ښاغلي صدیقي په دې پیغام کې هیله څرګنده کړې چې طالبان به له تشدد څخه لاس واخلي.

بل پلو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې.

ښاغلي خلیلزاد نن پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، روژه طالبانو ته دا فرصت برابروي چې د روان روغتیايي بحران تر پایه د بشري مرستو لپاره د اوربند په منلو سره تاوتریخوالی کم کړي او تهاجمي حملې بندې کړي.

ښاغلي خلیلزاد همداراز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي او ویلي یې دي چې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر ضد مبارزه د بندیانو د سمدستي خوشې کولو اړتیا په ډاګه کوي او د بین الافغاني خبرو له پیل سره مرسته کوي.

له دې مخکې ولسمشراشرف غني او د ناټو عمومي منشي هم له طالبانو غوښتي وو، چې اوربند وکړي خو طالبان له امریکا سره د سولې د موافقې د ټولو شرایطو پر تطبیق ټینګار کوي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو افغان حکومت د دې موافقې د عملي کېدو پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن کړ او همداراز پر امریکا او ناټو یې انتقاد وکړ چې د دې موافقې د عملي کېدو لپاره یې خپل مکلفیت نه دی ترسره کړی.

XS
SM
MD
LG