د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ولې افغان حکومت او طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان نه کړل؟


افغان ملي امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال- 1/27/2020
افغان ملي امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال- 1/27/2020

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د سولې خبرو اترو ته د درناوي له امله یې تر اوسه خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي.

که څه هم له نوي کال او پسرلي دا دی یوه میاشت اوړي خو افغان حکومت او طالبانو تر اوسه یو د بل پر وړاندې خپل پسرلني عملیات نه دي پیل کړي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د سولې هغې هوکړي ته په درنښت چې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې هغې دوی تر اوسه یې دا عملیات نه دي پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو په خپلو حملو کې هېڅ کمښت نه دی راوړی او هره ورځ له لسو په زیاتو ولایتونو کې په افغان ځواکونو حملې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: "تاسو په جریان کې یاست چې د سولې پروسه روانه ده، موږ نه غواړو دغې پروسې ته زیان ورسوو او غواړو چې په افغانستان کې جګړه له سیاسي لارې پای ته ورسېږي، له همدې له امله موږ دا مهال په فعاله دفاعي حالت کې یو."

دا يه داسې حال کې ده چې تازه، د ناټو پوځي سازمان په شورا کې د غړو هېوادونو سفیرانو پرون (جمعه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې د پروسې اړوند هڅو په اړه ویلي، دا مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د منلو نه ده.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم له طالبانو غوښتي چې د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو زمینې برابرولو لپاره دې په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر

مارک اسپر پرون( جمعې) ماښام په خپل ټویټر پاڼه ولیکل، اوس هغه وخت رارسېدلی څو ټول لوري د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخلي.

تر هغه وړاندې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پرون (جمعې) په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې دې (د نه منلو تاوتریخوالي) کچه راکمه کړي او له ځنډ پرته دې له افغان حکومت سره د مذاکراتو باب پرانېزي.

مخکې تر دې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر طالبانو غږ کړی چې د روژې میاشتې لپاره دې اوربند وکړي، خو طالبانو د نوموړي دا غوښتنه رد کړه.

طالبان ادعا کوي چې د دغې ډلې وسله وال په دفاعي حالت کې دي او شپېته سلنه جګړه یې راکمه کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل د دغې ډلې وسله وال په هغو سیمې حملې کوي چیرې چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري امنیتي پوستې جوړېږي او یا هم د حملو قصد ولري.

مجاهد وایي، دا ډله چمتو ده چې د افغان دولت له لوري د دوی د پنځو زرو بندیانو تر خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته کښیني.

نوموړي د طالبانو د پسرلني عملیاتو د نه پیل په اړه وویل، تر دې دمه د طالبانو نظامي کمېسیون په دې اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا ردوي او وایي چې دغې ډلې که څه هم په نوي نوم عملیات نه دي پیل کړي خو خپلو حملو ته یې شدت ورکړی دی.

د پوځي کارپوه مېرزا محمد یارمند بیا په دې باور دی چې طالبانو غواړي له افغان امنیتي ځواکونو سره اوربند وکړي خو په خبره یې، پاکستان یې مخنیوی کوي.

هغه زیاته کړه: "طالبان نور نه غواړي جګړه وکړي خو د پاکستان د امر تابع دي، ځکه چې مرکزونه او پانګې په پاکستان کې دي او نشي کولای چې د پاکستان له فرمایش نه عدول وکړي."

یارمند په دې اړه چې ولې تر دې دمه طالبانو خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي وایي، دغه ډلې د هغې هوکړې لپاره چې له امریکا سره یې کړې خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي خو د ښاعلي یارمند په خبره، طالبان په نا اعلان شویو عملیاتو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جنګېږي.

XS
SM
MD
LG