د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

'د تاوتریخوالي وروستۍ څپې د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کړی'


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو هڅې کوي، په دې هېواد کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې د سولي بهیر له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۱۳۹۹ کال د غويي ۳) وویل چې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې لسګونه پوځي او ملکي وګړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو سیاسي دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه د پوځي کاروانونو تګ راتګ او شپني عملیات د تاوتریخوالي د ډېرېدو اصلي عوامل دي.

روېټرز خبري اژانس د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت د ویاند عبدالقدیر مطفي له قوله لیکي چې په لوګر کې د مس عینک کان اته تنه امنیتي ځواکونه د سې شنبې په شپه د طالبانو په برید کې ووژل شول.

عبدالقدیر مطفي
عبدالقدیر مطفي

دغه‌راز د د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني په خبره په دې ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۱ امنیتي ځواکونه ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.

راپور زیاتوي له یوې خوا طالبان په پرله‌پسې ډول د حکومت له لوري د اوربند غوښتنې ردوي، بل لور ته په وروستیو کې د بریدونو ډېرېدل د سولې بهیر پر وړاندې د ګواښ ښکارندویي کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ د کرونا ویروس سره د مقابلې په حال کې دی، په همدې ترڅ کې د افغانستان د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا د بندیانو خوشې کېدل بیا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د هیلې یوه نښه هم بلل کېدای شي.

امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان روانه میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر

بله‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې په لوګر کې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې ۲۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه‌راز د کندهار امنیه قوماندانۍ په یوې اعلامیه کې تېره ورځ راغلي چې د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د نښتو پر مهال ۴ تنه افغان امنیتي ځواکونه او ۳۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

که څه هم طالبانو د سې شنبې د ورځې د بریدونو مسؤلیت رسماً نه‌دی منلی، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي د ډېرېدو عمده دلیل دا دی چې د حکومتي ځواکونو کاروانونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه تېرېږي، څو خپل محاصره شوي مرکزونه چې مخکې به‌یې د هوا له لارې اکمالول، اوس‌یې د ځمکې له لارې اکمالوي.

شاهین زیاته کړه د نویو پوستو جوړول او شپني عملیات هم د تاوتریخوالي د ډېرېدو عوامل دي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند حکومت ته په اشارې وایي چې هغوی د بندیانو په نه‌خوشې کولو سره د سولې خبرو د پیل او اوربند مخه نیولې ده.

نوموړی دا ټول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې سره په ټکر کې بولي.

طالبانو له امریکا سره تر موافقې دمخه د فبرورۍ په وروستیو کې یوه اوونۍ د تاوتریخوالي کموالی ومانه، خو د فبرورۍ پر ۲۹مه، له امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته‌یې که څه هم پر بهرنیانو د بریدونو مخه نیولې، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د دغې موافقې له مخې ټاکل شوې وه، د بین‌الافغاني خبرو تر پیل دمخه حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او هغوی په مقابل کې زر تنه افغان بندي ځواکونه راخوشې کړي، خو دولت تر اوسه ۴۳۲ طالبان بندیان او طالبانو ۶۰ تنه بندیان خوشې کړې دي.

XS
SM
MD
LG