د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

پومپیو: ټول اړخونه دې د سولې په هوکړه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي


مایک پومپیو
مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحدایالات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمن دی او د دې کار لپاره د جګړې له دواړو ښکېلو خواوو سره تماسونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د اپریل په ۱۶ مه نېټه د جنوبي او منځنۍ آسیا له خبریالانو سره په ټېلېفوني خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړو د کمولو په برخه کې د متحدایالاتو پر ژمنه ټینګار وکړ.

مایک پومپیو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان او نړۍ د کرونا ویروس د وبا د مخنیوي لپاره هڅه کوي خو ورسره په افغانستان کې جګړو بیا زور اخیستی.

ښاغلي پومپیو د آزادۍ راډیو دې پوښتنې ته چې آیا متحدایالات به پر طالبانو فشار راوړي کنه چې په خپلو حملو کې کموالی راولي څو افغان حکومت خپل امکانات د کرونا ویروس پرضد مبارزې ته ځانګړي کړي په ځواب کې وویل، دی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې برخه کې جدي هڅې کوي.

هغ زیاته کړه: "تاسو هغه تاوتریخوالی یادوئ چې طالبان یې په افغانستان کې کوي، موږ په دې برخه کې کار ته دوام ورکوو، شخصاً زه او سفیر زلمی خلیلزاد په ګډه کار کوو څو دا خبره یقیني کړو چې ټول اړخونه د سولې په هوکړه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي."

ښاغلي پومپیو همداراز یادونه وکړه چې متحدایالات په افغانستان کې دننه له حکومت، غیر حکومتي موسسو، طالبانو، شخصیتونو، او نورو ښکېلو اړخونو سره ګډ کار کوي څو د سولې او پخلاینې پروسه پرمخ ولاړه شي هغه پروسه چې د نوموړي په وینا نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان او په ټوله کې د جنوبي او منځنۍ آسیا د سیمو لپاره مهمه ده.

پومپیو هغه هڅې چې په دې وروستیو کې شوي مثبت پرمختګونو وبلل او زیاته یې کړه: "موږ مخ پر وړاندې ځینې مثبت ګامونه ولیدل، د بندیانو تبادله مو تېره اوونۍ ولیدله، هیله ده چې افغان حکومت به د داسې یوه مرکچي پلاوي جوړولو ته ورنژدې شوی وي چې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي، موږ هڅه کوو چې د سیمې په کچه ټولې خواوې په دې هڅو کې ښکېل وي، دا یوازې د امریکا نه بلکې د ټولو هڅې دي څو د بین لافغاني خبرو له لارې د لانجې حل ته ورسېږو."

له دې مخکې د ناټو عمومي منشي هم له طالبانو غوښتي و، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستو له هوکړې سره سم په تاوتریخوالي کې کموالی راولي او ویلي و، په افغانستان کې د سولې د ملاتړ تر ټولو ښه لاره د افغانستان د دفاعي، امنیتي ځواکونو ملاتړ دی.

یینس سټولټنبرګ
یینس سټولټنبرګ

یینس سټولټنبرګ د چارشنبې په ورځ د وري په ۲۷مه نېټه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو د غونډې په پای کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال طالبان د بین الافغاني خبرو پیل ته وهڅول، ویې ویل ناټو غواړي په دې وسیله طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې په جګړه یې نه شي ګټلای.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG